تر همدې سرليک ﻻندې په خوست ولايت کې يو ورځنى کنفرانس جوړ شو، په کنفرانس کې د خوست ولايت د مدني ټولنې، سياسي ګوندونو، ادبې فرهنګي کړيو استازو، قومي مشرانو، مخورو، د نظر خاوندانو، ځوانانو او د رسنيو مسوولينو او خبريالانو او خوست والي ګډون ګړى و.
په کنفرانس کې د ګډونوالو له خوا په تيرو ټاکنو کې پر ستونزو، درغليو، د روڼوالي پر نشتوالي، د زورواکو، دولتي چارواکو او په د ټاکنو کميسيون مسوولينو او مامورينو لخوا د ټاکنو په بهير کې په غير قانوني مداخله او يو لړ نورو ستونزو هر اړخيز نظر واچول شو.
د راتلونکو ولشمريزو ټاکنو پر وړاندې يې شته خنډونه، ګواښونه، ستونزې، چلنجونه او انديښنې هم په ډاګه کړې.
په ننني کنفرانس کې د راتلونکو ټاکنو او نظام په اړه مهمې انديښنې په ﻻندې توګه وې:
دا چې په افغانستان کې تر نيمايي زياتو سيمو شرايطو ته په کتو په تېرو پارلماني او رياستي ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر کمرنګه و، نو په کار ده چې تر ټولو د مخه خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅول شي او ددې چارې لپاره يې رښتينى عامه پوهاوى مهم وباله.
د عامه پوهاوي لپاره يې وړانديز دا و چې :
الف:
په ټولو کليوالو سيمو کې دې د عامه پوهاوي دايمي ډلې جوړې شي.
ب:
په عامه پوهاوي کې دې مدني بنسټونو، سياسي ګوندونو او رسنيو ته مهمه ونډه ورکړل شي او زمينې دې ورته برابرې شي.
ج:
د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو لپاره دې داسې ميکانيزمونه رامنځ ته شي چې تر مخې يې دا ډلې د ټاکنو په ارزښت او اهميت وپوهول شي او وروسته داسې فعالې کړاى شي چې په عامه پوهاوي کې دوامداره ونډه واخلي.
د ټاکنو بهير تر دې دمه نمايشي بڼه لري که په حقيقي او باوري پروسه بدل نه شي خلک به يې پر نتايجو باور ونه کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر، مرستيالان، کميشنران او د شکايتونو کميسيون غړي دې له داسې کسانو وټاکل شي چې په رښتينې توګه بې پرې، په کار پوه، مدبر، د ولس لپاره د منلو وړ او د ټاکنو په بهير کې د هر ډول کورني او بهرني فشار پر وړاندې ودريدى شي.
په دولتي ادارو کې اداري فساد، د ولس د ارادې او ګټو خلاف سياسي مصلحتونه، د زورواکو او جنګسالارانو موجوديت هغه انديښنې وښودل شوې چې ولس يې د راتلونکي زعامت په اړه سخت په انديښنه کې کړى او د ټاکنو په پايلو يې بې باوره کوي. دولت او د دولت ګواکې سياسي اپوزسيون دواړه يې د يوې سکې دوه مخونه وښودل.
دا ويره هم په ډاګه شوه که چيرې ولس په ډيرې اميدوارۍ او د هر ډول امنيتي، سياسي او نورو ستونزو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، داسې ډاډ او تضمين به څه وي چې رايې او اراده به يې ځاى ونيسي؟
دا چې انتخاباتي حوزو ته د نفوسو د شمېر له مخې استازي ورکول کيږي، په تېره سر شميرنه نيوکه وشوه چې رڼه نه وه او د ډېرو ولايتونو نفوس کم ښودل شوى دى، دوى د خوست وﻻيت د بېلګې په توګه ياد کړ چې نفوس يې له يو عشاريه دوه ميليونو زيات دى خو دا مهال يې حقوق د شپږ سوه پنځوس زره نفوس په تناسب ورکول کيږي.
خوست کې د ټاکنو لپاره ښې زمينې شته خو په دې شرط چې په دولت کې رښتينې اصلاحات راشي او دا ډاډ رامنځ ته شي چې د ټاکنو پايلې په نظام کې مثبت بدلون راولي.
داسې يوه زمينه او شرايط دې اماده کړل شي چې خلک د ټاکنو له بهير څخه نظارت وکړي او د نظارت په پايلو يې عمل وشي.
دولت او نړيواله ټولنه په لوى لاس د سياسي ګوندونو پر وړاندې خنډونه ايجادوي او له بيلا بيلو لارو هڅه کوي تر څو ځواکمن ګوندونه رامنځ ته نه شي، ځکه له دوى سره دا وېره ده چې که پياوړي ګوندونه رامنځ ته شي د ټاکنو له لارې سياسي واک تر ﻻسه کوي او د دولت ټول پروګرامونه د خلکو د ارادې پر اساس د هيواد ملي ګټو ته په پام سره طرح او په مخ وړي، چې په هغه صورت کې د بهرنيانو د نفوذ مخه نيول کيږي او کورني معامله ګران او سياسي سوداګر له واکه غورځي.
تر اوسه ولسمشريزو ټاکنو ته لا ډېر وخت شته، په دا موده کې دې د دولت له وسله والو مخالفينو ( طالبانو، حزب اسلامي او …) سره د ملي مصالحې او پخلاينې بهير چټک او اغيزمن شي تر څو دوى په ټاکنو کې ګډون وکړي، که دا کار نشي کيداى، لږ تر لږه دومره خو وشي چې د ټاکنو بهير ونه ګواښي.
د کنفرانس ګډونوالو دا ويره هم په ډاګه کړه چې وار له مخه په دولت کې په لوړه کچه يو ځل بيا دداسې مصلحتونو اوازې او ګنګوسي دي چې د ټاکنو پايلې چلنجوي.
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په تړاو دا يو ورځنى کنفرانس چې اوسکار موسسې له لورې په لاره اچول شوى و د ګډونوالو له خوا اغيزمن او ګټور وبلل شو.