افغان ملي پوليسو د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي د عملياتو پرمهال د يادي سوي ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نظامي مسؤل نيولى .
د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره لر او بر ته په رسيدلي خبرپاڼه كي راغلي چي د جمعه خان په نوم د طالبانو دغه ځايي مسؤل د پنجوايي ولسوالۍ د صالحانو په سيمه کي د يكشنبي په ورځ غرمه مهال د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول سوى دى.
د خبرپاڼي له قوله چي افغان ملي پوليسو تېره ورځ د صالحانو په سيمه کي پر هغه کور عمليات وکړل چي دغه قومندان پکښي پټ سوى و او له کوم ډول پوځي مقاومت پرته ونيول سو.
په دغو عملياتو کي له ده سره يو ځاى دده، دوه تنه نور ملګري هم له وسلو او لاسي بمونو سره نيول سوي دي .
په خبرپاڼه كي راغلي چي د عملياتو پرمهال هيڅ يوه لوري ته زيان نه دي رسيدلي .
طالبانو لا تر اوسه ددي پيښي په اړه څه ندي ويلي .