ننګرهار:نن سهاروختي پنځه بجي وسله والوطالبانودجلال آبادپرهوايي ډګرباندي ددریوخواڅخه وسله وال ډله ییزه بريدونه پیل کړل، چي په پایله کې نهه وسله وال بريدكوونكي طالبان اودهوايي ډګر پنځه ساتونکي ووژل شول.
دننګرهاردهوايي ډګرڅخه افغانې رسنيوته نږدی خبر وایی ،چې يوې ډلې وسلوالوطالبانونن سهار شاوخواپنځه بجې دجلال ابادپرهوايي ډګر ډله ييز بريدونه پیل کړل،چې دسهار تر ٨ نيمو بجو پورې يې دوام درلود.وروسته دهوایی ډګرامنیتي چارواکو دایساف ځواکونوڅخه مرسته وغوښته اودافغاني اوایساف ځواکونودګډوعملیاتو په ترڅ کي دڅرخي الوتکو په کومک پروسله والوطالبانوهوایی ډزی پیل شوی.دچارواکو په وینا، په دې پېښه کې پنځوځانمرګو بريدكوونكو ځانونه وچول اوڅلور ونوردپوليسوپه ډزوکې ووژل شول.په دغه بريدکې دهوايي ډګر پنځه ساتونکي هم وژل شوي دي
د جلال اباد په هوايي ډګر باندې دبریدپه اړه دايساف ځواکونومطبوعاتي دفتردپېښې دتاييد ترڅنګ ويلي، چې په سيمه کې دوه ساعته د امنيتي ځواکونواو بريدکوونکو ترمنځ نښته شوې ده.وسله وال طالبان دبرید پخلي کړي او وايي، چې په ياد بريدكې يې لسګونه افغانی اوبهرني سرتېري وژلي دي.
په افغانستان کې مېشتو ناټوځواکونوهم ویلي چې ،ددغه هېواد په ختيځ کې دامریکايي ځواکونو یوې اډې ته نژدې دوه چاودنې اورېدل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د ننګرهارهوايي ډګردتورخم – جلال اباد پرلويه لاره د بهسودوولسوالۍ په اړونده سيمه کې پروت دی، چې دامهال دختيځ په کچه دبهرنيوځواکونوتر ټولوستره نظامي اډه ده.