د كندهار ښار ددوهمي امنتي حوزي اړوند د ښكاپر دروزاي په سيمه كي د زرنج موټر په ذريعه ځانمرګي بريد ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي چاودنه د زرنج موټرسيكلانو په يوه ګدام كي سوي چي پكښي بريد كوونكي وژل سوي د هغه يو ملګري او شپږ تنه نور ملكي كسان ټپيان سوي دي .
فيصل زياتوي چي پيښه بيله هدفه رامنځ ته سوي او په سيمه كي دولتي كسان نه وه ، هغه وايي چي د پيښي په اړه پلټني رواني دي .
د پيښي مسوليت تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي او نه يي هم په اړه څه ويلي دي .