کور / هراړخیز / د خره زوی

د خره زوی

یو خر خپل غوږونه په کوم دیول پوری ټینګ نیولی او خورا په ځیر متوجه و . دا مهال یو سپی پر همدې لار تیرېدﺉ او د خره څخه یې وپوښتل چی : خر وروره ، دلته څه کوې او غوږونه دی ولی داسی په دیوال پوری کلک نیولی دي ؟

خره په موسکا سره ورته وویل چی دننه د دوو خلکو لفظی شخړه روانه ده ، ښکنځل کوی او یو بل ته وایی چی د خره زویه . نو زه غواړم چی پوه سم چی په دغو کی کوم یو زما زوی دی !

هو ، که یوه ګوته بل ته ونیسو ، نو درې ګوتی به مو ځانته نیولی وی . حدیث دی چی رسول الله (ص) وفرمایل : هیڅکله ځانو ته ښکنځل مه کوﺉ او خپل مور او پلار مه ښکنځی . اصحابو ورڅخه وپوښتل چی یا رسول الله (ص) ! څنګه به څوک خپل مور او پلار ته ښکنځل کوی ؟ ویې فرمایل چی که تاسو د چا مور او پلار ته ښکنځل وکړﺉ نو هغه به یې تاسو ته پسی وکړی . پس آیا دا مو خپل مور او پلار ته پخپله ښکنځل ونکړل ؟

الله دې هر مؤمن منجمله افغان د دې خورا غلط او پست کاره وژغوری .

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ) ؛ ۳۹ صفحه .