خدای پآک دې يې تر گنا را تېر شي، کله نا کله د ناشناس په سندرو غم غلطوم. زه چې کله نا کله له يوه ښاره بل ته ځم نو اکثره وخت په سپرليو کې ډېرې د ټيټ ذوق سندرې او موسيقي غږول کېږي، له واکه مې ووزې پر استاز غږ وکړم چې استاده گناه خو هسې هم کوې نو چې کوې يې، نو بيا خو ناشناس اوره; چې په ارځي. کله کله استاز او سوارلي زما خبره په خندا بدرگه او په ((هو ولا)) تاييد کړي، خو کله نا کله بيا داسې هم راغبرگه شي چې: پر تا دې هم بل څوک ودرېږي…
زه دا وگړي نه گرموم ځکه هغه د سعادت حسن منټو خبره د خوښې معامله انفرادي وي، خو تېره ورځ چې له سپين بولدکه کندهار ښار ته روان وم موټروان يو څه په اصطلاح ماډرن ځوان و. د ټيپ يا ايم پي تري MP3پر ځای يې په موټر کې ډي وي ډي DVD لگولې وه. ده چې کومه موسيقي غږول خدای شته ډېر مې زړه ورته تنگ شو. لامل يې ښايي دا و چې دا مې لومړی ځل و چې داسې موسيقي مې په ويډيويي بڼه ننداره کوله. پر شعر او موسيقۍ به يې نه غږېږم هغه څه يې يادوم چې زه يې ډېر هېښ کړم.
پښتانه دوست ته حال او دښن ته لاپي وايي. که لږ نور هم خپل حال درته ووايم نو کله کله هندي فلمونه هم گورم. تاسې باور وکړئ دومره فحاشي مې په هندي فلمونو کې هم نه وه ليدلې. موټروان ته مې وويل: استاز گله ته خو يو څه سمه غزل ور واچوه دا اوس څه دي!
استاد په ډېر جالبه انداز راغبرگه کړه: (( اوس يې گوره، ته دا د نوي شرابي غزل واوره چې طبعيت دي سم شي))
((نوی شرابي دی يار مې نوی شرابي دی
په لاس کې يې ويسکي دی، يار مې نوی شرابي دی
بيا يې دوه گوټه دې څکلي په مستۍ کې گلابي دی، نوی شرابي دی ))
نوی شرابي يې تر هغه زاړه شرابي هم بدتر وو.
فکر مې وکړ چې دغه خلگ ولي پښتو او پښتانه بدناموي. داسې هم اورېدل کېږي چې په پښتو سندرو کې نڅېدونکي نجوني پنجابيانې وي.
خو زما يې د نرينه وو پر پښتونولی هم شک دی.