پېښور:دپېښور پوليس وايي ېو دېارلس کلن هلک یې چې پر سېنه پورې یې اته کېلوګرامه چاوديدونکي توکي تړلي او غوښتل یې ځانمرګی بريد ترسره کړي او ورسره بل مرسته کوونکى يې نيولي دي د پوليسو ېوه چارواکي رسنيو ته ويلي دغه تن یې پر داسې مهال ونېولو چې غوښتل یې په ېوه ګڼې ګوڼي ډک ځاې کې بريد وکړي. هغه زېاته کړې کله چې پوليسو د نوموړي ځانمرګي برېدګر د نېولو هڅه وکړه، هغه چاوديدونکی واسکټ پر ځمکه وغورځولو او د تېښتې هڅه یې وکړه. خو د پوليسو له لورې ونېول شو. د ځانمرګي بريدګر سره هغه تن هم نېول شوی، چې نوموړی یې پر موټر ساېکل راوړی و. د هغه په وېنا دواړه نيول شوي کسان د څېړنې په موخه ناڅرگند ځاې ته لېږدول شوي.