د كلك هوډ ۶ عمليات چي له تيرو څو مياشتو را پدي خوا د افغان ځواكونو له لوري په كندهار ، زابل او روزګان كي پيل سوي وه تيره ورځ په روزګان ولايت كي پاي ته ورسيدل .
د روزګان والي امير محمد اخنذاده په يوي غونډه كي وويل چي د عملياتو پرمهال په دي ولايت كي ۶۱ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي ، ۸ تنه ټپيان سوي ۷۷ تنه ژوندي او ۳۸ نور شكمن كسان نيول سوي دي .
په خبره يي چي د عملياتو پرمهال يي ګڼ شمير وسلي ، ماينونه او مهمات هم له مخالفينو څه تر لاسه كړي دي .
نوموړي وايي چي د عملياتو مشري د څلورمي پلي لوا له لوري كيدل هغه افغان ځواكونو ته د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه معلومات ور نكړه .
بل لوري ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چي په دي عملياتو كي ددوي څلور ملګري ټپيان سوي او بل هيچاته زيان ندي رسيدلي مجاهد وايي چي د كلك هوډ ۶ عملياتو پر مهال يي افغان ځواكونو ته دروند د سرزيان اړولي دي .
په خبره يي چي د افغان ځواكونو له لوري نيول سوي كسان بي ګان او سيمي خلګ دي