کور / تازه خبرونه / کابل: طالبان وايي د CIA پر دفتر يې بريد کړئ دی

کابل: طالبان وايي د CIA پر دفتر يې بريد کړئ دی

نن (November 21, 2012) دسهار پر اته بجې او شل دقیقې دوزیراکبرخان په څوارلسم سړک کښي، دستري محکمې دقاضي القضات کورته نزدې یوه چاودنه وسوه.
یو کس چي دچاودېدونکو توکو سدرۍ یې اغوستې وه، خپل هدف ته چي لا تراوسه نامعلوم دﺉ، درسېدوڅخه مخکي دپولیسو له خوا په نحښه او وویشتل سوو، که څه هم چاودېدونکي توکي پرځانمګرکي برید کوونکي باندي وچاودېدل خویوکس ساتوونکي(ګارډ) پکښي ووژل سو، ملکي وګړي او دووپولیس هم پکښي ژوبل سوي دي.

دیادوني وړ ده چي دځان مرګي بریدکووونکي په سدرۍ کښي لا تراوسه ځیني ناچاوده توکي پاته دي او افغان امنیتي پولیس یې دخنثی کولوهڅه کوي.

له بلي خوا د طالب وياند ذبيح الله مجاهد د وينا پر اساس يوه ډله ځانمرګي بريدکوونکي نن سهار ۸ بجې په کابل کي د امريکا څارګري ادارې پر دفتر وسله وال بريد وکړ .