کور / تازه خبرونه / محصلينو او استادانو خپلي ستونزني مولوي منيب ته واورولې

محصلينو او استادانو خپلي ستونزني مولوي منيب ته واورولې

د كندهار پوهنتون او عالي دارالمعمين استادان او محصلين په مايوسانه ډول خپلي ستونزي د مشرانو جرګي راغلي پلاوي ته بيان او په ناهلي يي تري وغوښتل چي د حليدو په برخه كي دي ورسره مرسته وكړي .
د مشرانو جرګي څخه يو پلاوي كندهار ته د بيلابيلو برخو د حالت د ارزوني په موخه راغلي دي .
د محصلينو په خبره ددوي په مخ كي تر ټولو لويه ستونزه د يوي پراخې ليلى نه شتون ، د بريښنا ، اوبو ، ترانسپورټ او ورته نوري ستونزي دي چي تر دا مهال نه محلي او نه هم مركزي اداري ورحل كړي .
د مشرانو جرګي راغلي پلاوي چي مشري يي مولوي مونيب كوي وايي چي دوي به يادي ستونزي له مركزي اداري سره شريكي او د حلولو په برخه كي به ورسره مرستي وكړي .
دكندهار محصلين پر داسي مهال د مشرانو جرګي راغلي پلاوي ته خپلي ستونزي بيانوي چي له دي مخكي هم لوړ پوړي او ټيټ پوري چارواكي او د ولس استازي راغلي او زياتي ژمني يي كړي خو ډيرو لږ يي عملي كړي دي .