پېښور : په پېښور حيات آباد کې د پښتو ادب د نامور اديب، شاعر او ډرامه ليکونکي پروفيسر محمد اعظم اعظم فاتحه د هغه په کور کې واخيستل شوه چې په کې د پښتو ادب ليکوالو، شاعرانو، ډرامه ليکونکو او زيات شمېر ژورنالستانو برخه واخيستله. د محمد اعظم اعظم کشر ورور عادل ته د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر امام الدين ساپي لخوا د غمرازۍ پېغام وسپارل شو. په پېغام کي ليکل شوي و چې محمد اعظم اعظم د پښتو ادب په آسمان کې يو ځلانده ستورى و. د فاتحې د مراسمو پر مهال د پښتو ادب نامور ليکوال او ډرامه ليکونکى عارف همدرد ساپي د پروفيسور محمد اعظم اعظم په باب وويل چې ارواښاد اعظم زمونږ په څېر په زرگونو شاگردان روزلي او د غه ياد به د تل لپاره زمونږ په زړونو کې وي.همداراز د پښتو ادب زيات شمېر ليکوالو، شاعرانو او اديبانو د اعظم په اړه د پښتو ادب دپاره په بېلا بېلو اړخونو چې په خپل ستړي ژوند کې يې سرته رسولي ويناوې وکړې.په پېښور کې د ساپي مرکز په استازيتوب سردار خان سيرت وويل : ارواښاد اعظم اعظم چې د پښتو ادب لپاره څومره کار کړى او پښتو ادب يې غني کړى دى د تل لپاره به يې ياد تازه او لر و بر پښتانه به ئې د غونډو په کولو نمانځي. فاتحې ته د ساپي مرکزپه استازيتوب سردار سيرت ،فضل قادرانډيوال او عارف همدرد ورغلي وو