کور / تازه خبرونه / افضل خان لالا ولسمشر کرزي ته د ګډې غونډې وړانديز وکړ

افضل خان لالا ولسمشر کرزي ته د ګډې غونډې وړانديز وکړ

کابل :پژواک د خبر له مخې : د پښتنو ملتپال سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړي محمدافضل خان لالا افغان ولسمشر ته د “ترورېزم او افراطيت” د له منځه وړو لپاره د ګډې غونډې وړانديز وکړ.د ولسمشر د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمدافضل خان لالا دغه څرګندونې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ليک په ځواب کې په رالېږل شوي ليک کې کړې دي.افغان ولسمشر حامد کرزي محمدافضل خان لالا او د پاکستان نورو سياسي او مذهبي مشرانو ته د تروريزم او افراطيت پر خلاف د عملي او جدي ګډې مبارزې د همکارۍ او دغه راز پر ملاله يوسفزۍ د بريد د غندلو لپاره ليکونه لېږلي وو.محمدافضل خان لالا د ولسمشر حامد کرزي د ليک په ځواب کې، له ده څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې ويلي: “تاسو چې په کوم اخلاص، پوهه او فراست د تروريزم پر خلاف مبارزې ته متوجه شوي ياست، که د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري تاسو ته کلک لاس درکړي او د پاکستان او افغانستان ولسونه ستاسو شا ته ودرېږي، کاميابي يقيني او لازمي ده.په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتنو دغه ملي مشر د تروريزم او افراطيت د له منځه وړو لپاره د يوې ګډې غونډې وړانديز کړی، ويلي يې دي، چې که د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ د ډيورنډ کرښې له دواړو خواوو څخه د ولسونو يوه ګډه غونډه جوړه شي، تر ډېره حده به د دې ستونزې مخه ونيول شيمحمدافضل خان لالا، په خپل ليک کې زياته کړې، چې په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ او لارښوونه په کابل ښار کې يوه قومي جرګه جوړه شوه چې له ۱۸۹۳ کال وروسته يو مهم ګام و او دويمه غونډه يې په اسلام آباد کې جوړېدونکې وه خو د پاکستان مشرانو لېوالتيا ونه ښوده.لالا ټينګار کړی، چې که د دې جرګې بيا احياء وشي، نو د مصيبتونو او ترورېزم د له منځه وړلو لپاره به ډېره اغېزمنه پرېوځي.دغه راز د ولسمشر د وياند دفتر ليکي، چې حامد کرزي د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پخواني مشر قاضي حسين احمد سره په ټيلېفوني اړيکه کې له دې امله خوښي څرګنده کړه چې هغه ( قاضي حسين احمد) له ځانمرګې بريد څخه ورغ ووت. ياد ځانمرګى بريد تېره ورځ مومند اېجنسۍ د ګنداب په سيمه کې د قاضي حسين احمد د موټرو کاروان ته څېرمه ترسره شو چې له امله يې د حسين احمد د يوه ساتونکي په ګدون پنځه تنه ټپيان شول . په دې اړيکه کې دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې د دواړو هېوادونو پر ګډه همکارۍ ټينګار وکړ.