کور / تازه خبرونه / قطر: منځګړي د طالبانو او امريکادخبرو په اړه غونډه کوي

قطر: منځګړي د طالبانو او امريکادخبرو په اړه غونډه کوي

د طالبانو د مهال د بهرنيو چارو وزير الحاج وکيل احمد متوکل او په اسلام اباد کي د طالبانو دمهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف د سياسي چارو يو شمېر نورو کارپوهانو سره قطر ته تللي او ددغه هيواد په پلازمېنه کي يې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو بيا پيلېدلو په اړه يوه غونډه کي کي برخه واخيسته .


د نن ټکی اسيا د راپور له مخي ښاغلي ملا عبد السلام ضعیف د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په لار کې په پرته ستونزو او مشکلاتو رڼا واچوله. ښاغلي ضعیف د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ترڅو له امریکایانو سره د خبرو اترو پړاو نه وي بشپړ شوی، دده په وینا دکابل دادارې سره دطالبانو خبرې فایده نه کوي.


forum inqatar about afghan1


ښاغلي ضعیف زیاته کړه چې امریکا په تیره یوه لسیزه کې د طالبانو پرضد دومره منفي تبلیغات کړي دي چې اوس د امریکا لپاره دومره اسانه نه ده چې د طالبانو نوم یاد کړي، د همدې کبله امریکایان غواړي د کابل د ادارې له لارې د طالبانو سره خبرې وکړي. هغه وویل: “خو طالبان حاضر نه وه چې د کابل د ادارې سره مستقیما خبرې وکړي د همدې کبله بالآخره امریکا ددې تریخ حقیقت منلو ته حاضره شوه او د طالبانو سره یې مستقیما خبرې وکړي”.


خو د نوموړي په وینا د ۲۰۱۱ کال د بن د دوهم کنفرانس نه وروسته حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پروسې د خنثی کولو کوښښ د قدرت د زوال له ډاره وکړ او د وارخطایۍ له وجې یې په دې پروسه کې منفي رول ولوباوه.


“امریکایانو یوولس کاله جنګ ته دوام ورکړ او سوونه زره شهیدان يي  پریښودل، مګر نه یوه سالمه اداره رامنځته شوه، نه سوله او نه امنیت خوندي شو،  خو اوس هم سر وخت دی او د طالبانو سره خبرې ضرور دي”.


د سیمنار بل ویناوال جون فیفر د افغانستان په اړه اوباما پالیسي سمبولیکه وبلله او ویې ویل عامه نظر دا دی چې اوباما د افغانستان په اړه هیڅ پالیسي نه لري. خو د نوموړي په وینا طالبان د امریکایانو تر وتلو وروسته د داخلي جنګ له ویرې مجبور شوي چې د امریکایانو سره خبرو ته حاضر شي.


“زه د سیاسي چارو د کارپوه احمد رشید ددې خبرې سره موافق یم چې وايي طالبان په دې باور دي چې داخلي جنګ نه شي ګټلی ځکه یې پریکړه کړې چې په مذاکراتو کې شریک شي”.


forum in qatar about afghan


د سینمار بل ویناوال مولوي وکیل احمد متوکل هم په خپل وار په دې اړه رڼا واچوله، نوموړي په ځانګړي توګه د قومي ملیشي (اربکیانو) په جوړولو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې که له یوې خوا اربکي سازي کیږي نو د بلې خوا خبرې د څه لپاره باید وشي.


“که د اربکیانو په جوړیدلو سره دا جنګ دوامداره کیږي نو دا کار د افغانستان یووالي ته سخت زهر دي، که امریکا او اروپا د ځان په اړه فکر کوي باید د افغانستان سولې او امنیت ته هم ژمن واوسیږي”.


ښاغلي متوکل د (حقاني شبکه) یوه تبلیغاتي پروپاګنده وبلله او زیاته یې کړه: “اوس ټولو ته معلومه شوې چې د طالبانو قیادت یو دی، بیرغ یې یو دی، ویاند یې یو دی، ولې برعكس د حکومت په داخل کې بیلابیل موقفونه شتون لري”.


ښاغلي متوکل د مطبوعاتو رول ته په اشاره وویل چې مطبوعات باید هومره خلک هیله من کړي څومره چې حقیقت وي. نوموړي د سولې په لارو د عمل کولو غوښتنه وکړه، او د امریکایانو اوسنیو نظامي عملیاتو ته په اشاره یې وویل:


“امریکایان د یوې بهانې له مخې راغلي وه، اوس خو نه هغه میلمه اسامه بن لادن شته او نه د کوربه ملا محمد عمر حکومت شته، اوس ولې د افغانانو په کورو چاپې وهل کیږي”.


د سولې د عالي شورا یوه غړي مولوي شهزاده شاهد د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ملا سلام ضعیف او وحید مژده همدا اوس په قطر کې دي.


ښاغلي شاهد وویل، چې دغه سفر رسمي نه دی او افغان حکومت هم پرې خبر نه دی، خو ددغو کسانو سفر هم بې هدفه نه دی:


“دا صحیح ده، چې مولوی ضعیف او وحید مژده سفر کړی دی، بېله شکه ضعیف صاحب او مژده صاحب له طالبانو سره همدردي لري، نو قطر ته د دوی دغه سفر بې له کوم هدف او مقصده نه دی.”


خو مولوي شاهد ټینګار کوي، چې په افغانستان کې اوسنۍ روانې ستونزې او د سولې بهیر خورا پیچلي دی او د سولې لپاره کوښښونه باید د ټولو ښکیلو خواوو په همږغۍ سره وشي.