د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا افغان امنيتي ادارو ته امر وکړ چي د بګرام زندان چاري له امريکايانو څخه واخلي.
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د بګرام زندان چاري بايد د افغانانو له خوا اداره سي او له امريکا څخه دي يې مسئوليت واخيستل سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي امريکايان له هغه تړون څخه سرغړونه کوي چي د روان کال په نيمايي کي د افغان او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک سو.
په دې تړون کي ويل سوي وو چي د بګرام د زندان او په افغانستان کي د ټولو زندانونو مسئوليت د افغان حکومت پرغاړه دئ.
دوې مياشتي دمخه هم ولسمشر کرزي اړوند ادارو ته امر کړى وو، چي د بګرام زندان له امريکايانو څخه ترلاسه کړي، خو د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره په تليفوني خبرو کي يې امريکايانو ته دوې مياشتي نور وخت هم ورکړ.
د بګرام زندان چي له تيرو ١٢ کلونو راهيسي د امريکا تر تسلت لاندي دئ، په سوونو افغانان، عربان او پاکستانيان له القاعده او طالبانو سره د تړاو په تور پکښي بنديان دي او په بېلابېل ډول زجر او شکنجه کېږي.
افغان حکومت وايي په دې زندان کي ډېر داسي کسان هم سته چي کلونه يې له بند څخه تېرېږي، خو بېله دې چي جرم دي پر ثبوت سي او يا دي حتى رسماً په کوم جرم تورن سي بنديان دي.