کور / تازه خبرونه / دميدان وردګو ولايت نوي امنيې قوماندان په دنده پيل وکړ

دميدان وردګو ولايت نوي امنيې قوماندان په دنده پيل وکړ

ميدان : دميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفترڅخه لرو بر ته به راستول شوي خبرپاڼه کې څرگنده شوې ده چې دکورنیو چارو په وړاندیز او ولسمشرکرزي د منظورۍ وروسته دميدان وردګو ولایت لپاره مل پاسوال سردار محمد ځاځی دامنیې قوماندان په توګه وټاکل شو چې د ولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي، دکورنیو چارو وزارت دپولیسو لوي ريیس عبدالحلیم کوهستاني او دیو شمېر مسولینو لخوا دامنیې قوماندانۍ مسولینو ته ور وپيژندل شول.لومړي دپولیسو لوی ريیس لخوا دکورنیو چارو وزارت هغه وړاندیز او دولسمشر حکم ګډونوالو ته ولوستل شو چې دې ولایت د مخکنی قوماندان عبدالقیوم باقی زوی یې دخوست دنوي قوماندان په توګه او دخوست ولایت مخکنی قوماندان مل پاسوال سردارد محمد ځاځي یې دمیدان وردګوو لایت دقوماندان په توګه ټاکلي ول. نوموړو دواړو ته په چارو کې بریالیتوب غوښتنه وکړه. دولایت والي عبدالمجیدخان خوږیاڼي وویل لومړی دولسمشر څخه مننه کوم چې دښې حکومتدارۍ دغښتلتیا په اړه خپلې ژمنې قدم په قدم عملي کوي او دغه نوي بدلونونه به ددې ولایت دامنیت او ښې همغږۍ په اړه اغیزمن ثابت شي، نوموړي دټولو مسلحو ځواکونو دهغو سرښندنو څخه مننه وکړه چې دخلکو د ډاډمن امنیت لپاره یې ترسره کوي.پخواني قوماندان باقي زوی دپولیسو سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه چې ددې ولایت پولیس ددې جوګه شوي دي چې د دشمن هرډول وران کارو عملونو مخه ونیسي او دغه ټولې لاسته راوړنې مو سره ګډې دي.نوي قوماندان ځاځي وویل تغیر او تبدیل په نظام کې منل شوي اصل دی او ددې خاورې دیو بچي په توګه به هره دنده چې راسپارل کیږي دیو مسولیت په توګه ترسره کوم، نوموړي ژمنه وکړه چې هڅه به کوم د ډاډمن امنیت لپآره به امنیتي پلانونه به په لاره اچوم، دملکي او نظامي ادارو سره به همغږي پیاوړې کوم او بالاخره په پولیسو به دخلکو باور لا غښتلي کوم.په پای کې ښاغلی مل پاسول سردار محمد ځاځی دمسولینو لخوا خپلې نوې دندې ته ور وپیژندل شو.