کور / تازه خبرونه / روزګان: په نښته کي ٢ تنه وسله وال وژل سوي

روزګان: په نښته کي ٢ تنه وسله وال وژل سوي

د اروزګان په ګيزاب ولسوالي کي دوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او مهمات
يي پوليس تر لاسه کړي دي . د اروزګان د امنيه قومانداني وياند فريد عايل وايي چي تيره ورځ پوليسو په ګيزاب ولسوالۍ کي عمليات کول چي وسله والو طالبانو پري بريد کړي او نښته رامنځ ته سوي چي په پايله کي يي دوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او وسلي يي پوليسو ته په لاس ورغلي ، د هغه په خبره چي په دي نښته کي پوليسو ته کوم زيان ندي اوښتي .
فريد عايل وايي چي په دي سيمه کي له تيرو څلورو وروځو راپديخوا د پوليسو له لوري عمليات پيل سوي چي زيات مهال د طالبانو د بريدونو سره مخ کيږي او
نښتي رامنځ ته کيږي
ددي پيښو په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي
ګيزاب ولسوالي د اروزګان او دايکندي ولايتونو ترمنځ پرته ولسوالي ده