د پكتيا ولايت په اريوب ولسوالۍ كې ۳۲ پروژي ګټې اخيستنې ته وړاندي شوي!
په دغو پروژو چي څو مياشتي مخكې كار پيل شوي وو تيره ورځ ګټې اخيستنې ته چمتو او د خلكو په واك كې وركړل شوي ، د غه پروژي چې د ملي پيوستو د پروګرام لخوا او د ډاكار موسسي په مالي مرسته پلې شوي دا لاندي پروژي په كې شاملي دي.
– د صحي اوبو شبكه ۱۰۷۳۴ متره
– سولر ۱۰۲۳ پايې
– د كرهنيزو ځمكو لپاره كانال چي ۲۳۱۰ جريبه ځمكه خړوبوي
– استينادي ديوال ۴۹۰ متره
– ۲۷ د اوبو څاګانې
– ۵ د اوبو ژرندې
د دغو پروژو ټول مالي لګښت ۴۶۷۷۶۵۶۹ كيږي چي د اريوب ځاځې په ولسوالي كې به ۳۷۴۰۰ كسان تري ګټه واخلي ، په همدي حال كې سلا كار وزير او دپكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد وويل چي مونږ په پام كي لرو تر څو ټوله پكتيا د ملي پيوستون د پروګرام لاندي راولو .