کور / تازه خبرونه / كندهار: ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

كندهار: ۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د كندهار په ميانشين ولسوالي كي د درو تنو وسله والو طالبانو د وژل كيدو خبر وركړل سوو .
د كندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي ددوي ځواكونو د ( ۶ ) كلك هوډ د عملياتو پرمهال چي د كندهار د ميانشين ولسوالي د زامتو په كلي كي يي تر سره كړي پرمهال يي يو وسله وال طالب وژلي او دوه تنه نور يي ټپيان كړي .
د خبرپاڼي په حواله چي په يادو عملياتو كي يي په زياته اندازه وسلي ، مهمات او چاوديدونكي توكي هم ترلاسه كړي دي .
ددي پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .