نن د افغانستان اسلامی حزب لخوا په کابل کی جوړه شوی وه چي د حزب اسلامی ټول مطرح او تصمیم نیونکو غړو ( وزیرانو، والیانو ، د ولسی جرګی وکیلانو ، د مشرانو جرګی استازو ، د حزب اسلامی اجراییه شورا غړو ، او د اسلامی حزب و لایتی استازو ) پکښی برخه اخیستی وه.
دوی په افغانستان کی په روانو سیاسی حالاتو خبری وکړی او د هیواد راتلوونکی ته په پام سره یی اړوند نظریات له یو بل سره شریک کړل.
دا غونډه چی د هیواد راتلونکی ولسمشریزی ټاکنی یی د بحث تر ټولو مهمه موضوع وه پریکړه وشوه چی حزب اسلامی به په دی ټاکنو کی بی تفاوته نه پاتی کیږی
په غونډه کی پریکړه وشوه چی دوی به ولایتونو ته ځی او له خپل ولس سره به د راتلو ټاکنو په اړه سلا مشوری وکړې.
د غونډي برخه والو په وينا د حزب اسلامی ټول غړی په تیرو لسو کلونو کی ډیر زوریدلی او کړیدلی دي .
د دوی په وينا حزب اسلامی یو له هغه حزبونو څخه دی چی په هیواد کی دننه او بهر له خورا قوی نفوذ څخه برخمن دی ، که دوی پریکړه وکړی چی نوماند ولری نو په قوی باور سره د ګټلو چانس یی ډیر دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه