اسلام اباد : دا فغانستان دسولې د عالي شورا پاکستاني چارواکیو سره په خبرو کې پرمختګ شوی او دغه سفر دیوې ورځې لپاره غځیدلی دي.د صلاح الدین رباني په مشرۍ د سولې دعالي شورا ۱۵ کسیز پلاوی د لړم په ۲۲مه، اسلام اباد ته رسیدلی و او ټاکل شوی و، چې نن بیرته کابل ته ستون شي.خو په اسلام اباد کې یوې دیپلوماتیکي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، وویل چې دا سفر دیوې ورځې لپاره غځیدلی دي.سرچینې زیاته کړه چې د سولې دعالي شورا پلاوی به سبا هم له پاکستانیو چارواکیو سره خپلو خبرو اترو ته ادامه ورکوي.یوې بلې سرچینې وویل چې د سولې دعالي شورا له پاکستانیو چارواکیو سره د بندي افغان طالبانو د خوشې کولو په اړه په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.پرون رایټرز اژانس خبر ورکړی و، چې په دې خبرو اترو کې د ۱۲۰ وسلوالو طالبانو د خوشې کولو په اړه خبرې شوې او د پاکستان حکومت اماده ګي ښودلې چې یو شمیر طالبان خوشي کړی.بلخوا ځینې ناتایید شوي راپورونه وایي چې دسولې شورا پلاوی به سبا ته ځینو طالب بندیانو سره لیدنې کوي او ویل کیږي چې پاکستان یو شمیر بندیان د ښه نیت په موخه خوشې کړي هم دي.ویل کیږي چې په خوشې کیدونکو بندیانو کې د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ د مهال د عدلیې وزیر ملا ترابي او د استخباراتو دوه افسران شامل دي.ملا ترابي چې د اروزګان ولایت اوسیدونکی ، دواکمنۍ تر ړنګیدو وروسته پاکستان ته ولاړ او په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د پاکستانیو ځواکونو په کراچۍ ښار کې ونیول شو او تر اوسه بندي و.