کور / تازه خبرونه / كندهار: د (FM) راډيو ګانو نشرات د منلو وړ نه دي

كندهار: د (FM) راډيو ګانو نشرات د منلو وړ نه دي

په كندهار كي ددي پرځاي چي ايف ايم راډيو ګاني تر څار لاندي ونيول سي د لا ډيرو په حال كي دي او نشرات يي د ولس ، ليكوالانو او خبريلانو د سختو نيوكو سره مخ دي .
په كندهار كي ازاد خبريال محمد ابراهيم سپيڅلي او د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري د يوي بلي شخصي څانګي راډيو د پرانستي په غونډه كي ( FM) رسنيي پر غيري معياري نشراتو او ژورناليستيکي اصلو ته پر نه پاملرنه تورني كړي او د انتقاد گوته يي ور ته و نيولې .
دوي غوښتنه يي وكړه چي ايف ايم راډيو ګاني چي په سيمه كي تر نړيوالو مهمي بلل كيږي بايد د ولس ږغ ، ستونزي او په ټولنه كي پرتو ناخوالو ته په سم ډول انعكاس وركړي.
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل هم د څانګي راډيو د پرانيستني په غونډه كي مطبوعات د يوي ټولني د پرمختګ او د ولس د ذهنونو د روښانولو په معني ياد كړ او زياته يي كړه چي په كندهار كي كه څه هم راډيو ګاني زياتي خو خپله دنده يي په سم ډول نده اجرا كړي .
فيصل وايي چي په دي برخه كي به د اړوندو مسولينو سره هم خبري وكړو .

څانګه راډيو چي د يوه ملي سوداګر حاجي قدرت الله كليوال له لوري تمويليږي مسول يي اغا شير منار دي
دوي دواړو په غونډه كي ژمنه وكړه چي نشرات به د ژوناليستكي اصولو په چوكات كي په معياري ډول مخ ته وړي او په رښتني ډول به د ولس ږغ ته انعكاس وركوي .
يو شمير ليكوالان هم په دي نظري دي چي ايف ايم راډيو ګانو دامهال سوداګريزه بڼه غوره كړي ده.
دامهال په كندهار كي د ملي راډيو ترڅنګ شپږ ايف ايم راډيو ګاني فعاليت كوي چي د ځينو نشرات په كيفي لحاظ ولس ته د منلو وړ ندي .