په نړۍ کې د خوړونکو توکود بیې د زیاتوالي لنډ مهاله علتونه دا دي:
– د نړۍ په ډیرو سیمو کې د حاصلاتو لږوالی
– په پر مختللو هیوادو کې له غله دانو نه د موټرانو لپاره
تیلو جوړولو لپاره استفاده کیدل (Biofuel)
– په نړۍ کې د غوښو ډیر لګښت (مصرف )
– په نړۍ کې د تیلو د بیې لوړیدل همداسې د کیمیاوي سرې، ترانسپورت او د کرنییزو اوزارو (وسایلو) د بیې لوړوالۍ
-د څارویو د خوړونکو توکو ډیرلګښت(مصرف)
-د نړۍ د وګړو د شمیر زیاتوالی
– ډیرو خوړونکو توکو ته اړتیا
-د خوړونکو توکو د زیرمو کموالی
– بین المللی اقتصادی اله ګوله(بحران)
– د آزاد باراز اغیزې
– په امریکا کې له غلو دانو نه د تیلو جوړولو لپاره ډیره سب سایدی ورکول
– په نړۍ کې اقلیمي بدلونونه
– د ځينو هیوادو ویره
چې دلته هر فکتور په لنډه ډول تشریح کوو:
د څارویو خواړه:
دملګرو ملتو د راپوړټ په اساس په کال( ۲۰۰۶ )کې د څارویو د خوړونکو توکو کچه( ۶۳۵ )میلیون تنه وه چې دا د ټول کال( ۳۶) په سلو کېدنړۍ د غلې دانې جوړوي دا اندازه په کال ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کې( ۷۵۶) میلیون تنه ته رسیدلی ده .
د خوړونکو توکو استعمال د لکسو موټرانو دتیلو لپاره:
د دی اله ګولی یو علت د خوړونکو توکو په ځانګړې توګه د جوارو نه دموټرانو لپاره د تیلو ایستل دی چې اټکلی سل میلیونه تنه غلې(جوار) نه د لوکسو موټرانو لپاره تیل جوړیږی اودا کچه هر کال زیاتیږی چې دا د خوړونکو توکو د کمښت لامل ګرځي په ځانګړی توګه پر مختیا یې او لږ پر مختیايي هیوادو کې.
د بېلګې په توګه د جوارو نه لاس ته راغلو تیلو نه د یوې منځنی موټر د ټانکی د ډکولولپاره د د یو افریقايي سړی د یو کال د خوړو جوار په کار دي.
په نړې ګې ډیر جوار کرل کیږی خو تیل ترې جوړیږی او دا بیاد بیې د لوړوالی لامل ګرځي اودا کمبود او لوړ بیه په مارکیت کې د بدلون او الیشونې لامل ګرځي دا چې ټول شیان سره تړلی دی نو لومړی په غنمو بیا پر وریجو او غوړو … اغیزه کوي
د نړې وګړو د شمیر ډیروالی
دملګرو ملیتونو د خوړو او کرنې څانګې د راپوړټ په اساس په ډول ډول هیوادو کې د غلو دانو لګښت کچه له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ کال تر اپریل پوری یو په سلو کې لوړه شوې ده او په پر مختیايې هیوادو کې د خوړو د لګښت کچه لوړه شوې ده.
د نړۍد وګړو شمیر زیات شوی خو حاصلات په خپل حال پاته دي.
. په اسیا کې دخوړونکو توکو زیاته غوښتنه
داسیا دمنځني کلاس د وګړو وده چټکه شوې ده د بیلګې په توګه د هندوستان د وګړو د شمیر په اساس په کال ۱۹۹۰ کې د منځنی کلاس وده( ۹.۵) په سلو کې وه اوپه چین کې دا میچ(۸.۶)وه خو په کال(۲۰۰۸) کې د دې ودې کچه په هند وستان کې دیرش په سلو کې او په چین کې اویا په سلو کې ده ځکه د هغو د ژوند لارې او د خوړولو عادت تغییر شوی دی .
دتیلو د بیې د زیاتوالی
د تیلو لوړه بیه دکیمیاوی سرې بیه دوه کړی (چنده ) لوړه کړې ده د سرې د تولید لپاره طبیعی ګاز ته اړتیا شته دا خپله یوه بله ستونزه ده ځکه د تیلو د رایستلو لپاره هم ګاز او بریښناپه کار ده د طبیعي ګاز په لوړیدو سره د سرې بیه خپله لوړه ځي
همداسې حاصلاتو لیږدول او ددکرنی ماشین اوزارو تیلو ته اړتیا لري.
په نړۍ کې د خوړونکو توکو لږ ه زیرمه
پخوا به هر هیوادد خپلو وګړو د اړتیا وړ د خوړونکو توکو ډیرې زیرمې درلودی اوس د ترانسپورت په اسانتیا او پر مختګ سره دا کار نه تر سره کیږی یوازې د اړتیا په وخت کې د نور هیوادو نه رانیول او واردکیږی نو ددې توکو د زیرمې کچه لږ شوی ده .
په امریکا کې د خوړونکو توکو د زیرمې کچه په ۲۰۰۸ کال کې د شپیتو کالو مخکې په پرتله لږ ده.
) نړیوال اقتصادی اله ګوله( بحران
د نړۍ اقتصادی ګډوډی، د حالت نه سپړنه ،په تیره بیا د هغه د پېښیدو نه وړاندوینه د هغه مخنیوی بله اغیزه ده
د آزاد بازار تاثیرات:
ډیر هیوادونه د دې پر ځای چې هیوادونه خود کفا شی وارداتو ته یې مخه کړې ده او ټول پر مختیايې هیوادونه د لویدیځو اوپر مخ تللی هیوادو ته مخه کړی دا ځکه هغو ته د خوړونکو توکو رانیول تر کرکیلې ارزانه تمامیږی .
پر مخ تللی هیوادو خپلو بزګرانو ته سبسایدی ورکوی نو ځکه هلته خوړونکي توکې ارزانه دي.
ډیره سبسایدی د غلو دانو نه د تیلو جوړولوته:
د(یو- اس- دي –آې) د راپوړټ له مخي په نړۍ کې د غنمو د وارد ولو او زیرمه کولو کچه تر کال ۲۰۰۶ کمه شوې ده .
امریکا متحده ایالتونه دغلو دانو (جوار) نه دتیلو جوړولو لپاره لوړه سب سایدی ګالې د امریکا متحده ایالتو په سلو کې ۲۳ جوار حاصلات د تیلو لپاره استعمالیږی ،یوازې په کال( ۲۰۰۷) کې په امریکا کې۸۱ میلیونه تنه جوارو نه تیل جوړ شوی دي.
د اقلیم تغیرات:
د ټولي ځمکې آب او هوا بدلون موندلی دی.
وچکالي په استرلیا، تودوخه په کلفورنیا، د موسمي اورښتونو نه کیدل په هندوستان او وچکالي په نورو هیواد کي نور علتونه دي
د ځینو هیوادو د ویره
د ۲۰۰۸ کال په اوایلو کې په ټوله نړۍ کې نابوبره د غنمو وریجو ، جوارو، شودې او غوښو بیه لوړه شوه
ددې لپاره چې هر هیواد خپل اړه پوره کړی یو لړد پاملرنې کړنې يې وکړي د بیلګې په توګه چین، هندوستان، اندونیزیا، ویتنام ، کمبودیا ، مصر او نور هیوادو خپل د وریجو صارات بند کړل او همداسې ځینو اروپایی هیوادو لکه اوکراین، روسیی او سربیا د غنمو او نور خوراکی مواد صادرات بند او لارې وتړلې
نور بیا