کور / تازه خبرونه / ستانکزی:پوليس دي په ښه سلوک دخلکو خدمت وکړي

ستانکزی:پوليس دي په ښه سلوک دخلکو خدمت وکړي

دننګرهارولایت امنیی قوماندان مل پاسوال عبدالله حازم (ستانکزی) د۲۲ولسوالیو دامنیی قوماندانانو او دنشه یی توکوپرضد دمبارزی مدیریت دمرکز او محلاتو مسولینو او کارمندانو سره د خبرو پر مهال ملي پوليس د خلکو سره په ښه سلوک د قانون تطبيقولو او ډاډمن امنيت د ټېنګولو په لاره کي وستايل او سپارښتنه يې وکړه چي نور هم خپلو مسوليتونو ته متوجې اوسي.
نوموړي دپرسونل دښی روزنی په اړوند مسولینو ته په ټینګه هدایات ورکړه چه خپل پرسونل ته لازمی مسلکی زده کړی ورکړی او دتعلیم او تربیه دپلانونو مطابق خپل پرسونل وروزی تر څو خلکوته دقانون دحکمونوسره برابری کړنی ترسره کړی او دیوواقعی خدمتګارپه توګه دخلکو دخدمت مصدروګرځی .

نوموړي دا خبري په ننګرهار کي دعامه امن او نظم قایمول ، دافغانستان اسلامی دولت دنافذه قوانینو دیوشان تطبیق دکوکنارو دکښت ، دنشه یی توکو داستعمال ، قاچاق او ترافیک ، د جنایی او تروریستی جرمونوکشف اوپه کلکه دهغی مخنیوی په نامه رابلل سوي غونډي ته کولې .
امنیی قوماندان دکوکنارو دکرلو دمخنیوی په اړه مسولینوڅخه په کلکه وغوښتل چه په مربوطه سیموکی دقومی مشرانو ، دینی علما کرامو ، دمکتبونو وستازانو او ځوانانوسره دقانون او داسلام دمبین دین له نظره ددی ناروا او حرام بوټی دضررونواو زیانونو په اړه چه زمونږ ولسونواو کران هیواد ته متوجه دی غونډی جوړی کړی او دنشه یی توکو دقانون او دجزاګانو څخه یی دعامه پوهاوی له لیاری بزګران په دی خبر کړی چه دکوکنارو کمه ګټه دبزګر او ډیره ګټه یی قاچافبرانو او ددی هیواد دښمنانو ته پلاس ورځی نو ولسونه وهڅوی چه دخپلو بچیانو (ملی پولیسو )سره یوځای ددی بد نام بوټی دکرلو په مخنیوی اوله منځه وړلو، دامنیت په ټینګښت او دجرمونو په مخنیوی کی فعاله ونډه واخلی.
په پای کي د مل پاسوال عبدالله حازمستانکزی لخوا سمونوال احمد شاه (همت) ته دده دښو خدمتونو، دخلکوسره دنیکو او حسنه اړیکو او دکوکنارو دکرلو د مخنیوی او فعالیتونوپر اساس دامریکا دمتحده ایالاتو دسفارت د da ګروپ ستاينليک ورکړه سو .