کور / تازه خبرونه / په ناقانونه توګه دپيسو ايستلو د افغانۍ ارزښت کم کړيدئ

په ناقانونه توګه دپيسو ايستلو د افغانۍ ارزښت کم کړيدئ

په کابل کي دافغانستان بانک رییس او مرستیال نن د ژورنالستانو په یوه خبری ناسته کي وویل، چې له هېوادڅخه په ناقانونه توګه دډیرو پيسو وېستل ددې لامل شوي، چې د بهرنيواسعاروپر وړاندې دافغانۍ بيه راولوېږي اوارزښت یی کمیږی.
په داسي حال کي چي په تېرولسوکلونوکې دبهرنيواسعاروپه تېره بيا دډالر پر وړاندې دافغانۍ بيه تر ټولو ټيټې کچې ته رالوېدلې ده. اودا اوس په کابل کې يو ډالر په څه باندې ٥٥ افغانيو پېرل کېږي.
دافغانستان بانک رييس نورالله دلاوري نن په کابل کې یوی خبري ناستې ته وويل، چې په بازارکې دبهرنيواسعارو پر وړاندې دافغانۍ د بيې ټېټېدل کورني اقتصادي عوامل نه لري. دا ځکه چې دافغانستان ناخالص ملي عوايد تېرکال ٣،٥ فيصده وو، خوسږ کال دغه کچه تر ٧ سلنه ډېره شویده.
دلاوري وايي،چې تېرکال په بازارکې دافغانيو تورم ١١ سلنه وو، خو سږ کال دغه کچه ٥،٤ ته راټيټه شوېده او له بلې خوادافغانستان بانک د زېرمه شوو پيسوکچه له ٦ ميليارده امريکايي ډالروڅخه ٧ ميليارده ډالرو ته لوړه شوېده.
دلاوري له افغانستان څخه په غير قانوني ډول ګاونډيواو نوروهېوادونوته داسعاروايستل اوپه نړيواله کچه د بانکونواوپيسو تزلزل هغه عوامل وبلل چې دافغانۍ پرارزښت يې ډیره اغېزه کړیده.
هغه زیاته کړه، چې ځيني کسان د راکړې ورکړې د جعلي اسنادو له مخې په افغانستان کې د خصوصي بانکونوله لارې اسعار بهر ته لېږدوي.
د افغانستان بانک بل چارواکې دبانک لومړى مرستيال خان افضل هډه وال په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له هېوادڅخه داسعارو دوتلو په بدل کې بايد توکي افغانستان ته راشي خوکه دتوکودلېږد اسناد جعلي وي نو دپيسو لېږدوونکى مسوول دى ،او دقانون له مخې هر څوک کولى شي له افغانستان څخه د وتلو پرمهال يواځې تر ٢٠ زره امريکايي ډالرونغدې پيسې له ځان سره بهر ته ولېږدوي.
هډه وال وويل، چې دافغانستان بانک په بازار کې دمداخلې ټول امکانات لري، چې داړتيا په صورت کې به ترې ګټه واخلي، ترڅو د افغانيوارزښت په ټاکلي معيار وساتي.
ده وويل، چې د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره به د افغانستان بانک نوری لاري ولټوی اوله هرې لارې څخه به ګټه واخلي او افغانۍ به په هېڅ صورت کي په اوسني حالت پرې نه ږدي.
هډه وال وايي، چې تر دې مهاله د افغانستان بانک پرې اېښى چې د افغانۍ ارزښت په بازار کې د اړتياوو له مخې و ټاکل شي، خوکه څوک د خپلو شخصي ګټو لپاره د اسعارو ارزښت وټاکي نو بانک به ورسره قانوني چلند وکړي.
ده زياته کړه: ((هر څوک چې د خپلو ګټواومفاداتو لپاره مصنوعي لاری جوړی کړی چې د افغانيو په نرخ کې تغيير راولي، موږ ورسره قانوني معامله کوو اما په هېڅ صورت يې په دغه قيمت باندې نه پرېږدو. موږ کافي ذخیري لرو، کافي منابع لرو، هر وخت مداخله کولى شواو داسعارو نرخ ټاکلي شو.
افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه هره اوونۍ له بازار څخه د ډالرو په بدل کې افغانۍ رانيسي.
د افغانستان بانک مشر دلاوري د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې که اړتيا وليدل شي، بازار ته به د افغانۍ په بدل کې د ډالرو د وړاندې کولو کچه درې برابره کړي.
ده يادونه وکړه، چې د افغانستان بانک د اسعارو داحتکاردمخنيوي لپاره د اسعارو په ليلام کې هم بدلون راوستي او تر دې وروسته به په علني ډول اسعار ليلام شي.
دى وايي، چې بانک به په يوه اوونۍ کې يو ځل اسعار ليلاموي او دليلام ګټونکي صرافان به خپلې پيسې د ٤٨ ساعتونو په موده کې په نغدي ډول له بانک څخه وباسي، چې پخوا تر دې يې يوه اوونۍ وخت درلود.
دلاوري وويل، چې د افغانستان بانک دافغانۍ د ارزښت دساتلو لپاره د بازار څارنه کوي اودهېواد اقتصادي پرمختګ اوبودجې په اړه د ماليې وزارت معلوماتو ته په کتو سره، په بازار کې د افغانيود شتون کچه ټاکي.
د صرافانو د ټولنې غړي محمد طاهر قيومي د نننۍ خبري ناستې په پاى کې وويل، چې دبانک ناسمې تګلارې د دې لامل شوې چې د بهرنيواسعارو پر وړاندې د افغانۍ بيه را ولوېږي.
د ده په وينا، د بانک چارواکي غواړي چې ځان ته اسانتياوې رامنځته کړي او وايي، چې صرافان بايد ليلام شوي اسعارو د ٤٨ ساعتونو پر ځاى په يو څه اوږده موده کې له بانک څخه وباسي.
خو د بانک چارواکي وايي، چې د دې مودې اوږدېدل، د ځينو ناقانونه معاملو لامل کېږي؛ ځکه چې کېداى شي صرافان د مودې داوږدېدو په صورت کې له بانک څخه د پيسو تر ايستلو مخکې اسعار معامله کړي.
دلاوري په نننۍ ناسته کې همداراز وويل چې تر راتلونکو درې اونيو به په دوبۍ د کابل بانک جايدادونه د متحده عربي اماراتو د ملکيتونو د يوې ادارې لخوا ليلام شي.
تېره اونۍ ولسمشرحامد کرزي هم ويلي وو ،چې په هېواد او بهرکې دی دکابل بانک جايدادونه خرڅ شي.
دلاوري وويل چې په دوبۍ کې د جايدانونو د خرڅولو په موخه يو پلاوى په دوبۍ کې دى چې د يوه قراداد له مخې په دوبۍ کې دکابل بانک ملکيتونه دخرڅلامرحلي ته ورته وسپاري.
د افغانستان بانک مشر همداراز يادونه وکړه چې په افغانستان کې به د کابل بانک ملکيتونه هم په نږدې راتلونکې کې ليلام شي.هغه همداراز وويل چې د نوي کابل بانک د خصوصي کولو چارې هم روانې دي.
د افغانستان بانک د چارواکو د معلوماتو له مخې له کابل بانک څخه شاوخوا ٨٥٠ ميليون امريکايي ډالر په ناقانونه توګه پوراخيستل شوى دى.
کابل بانک په ١٣٨٩ کال کې د ناقانونه پورونو او ځينو نورو مالي ستونزو له امله ديوالي شو.
دا بانک وروسته په دوو برخو وويشل شو چې يوه برخه يې د ماليې وزارت اړوند شوه چې د نوي کابل په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې لا هم تر څېړنې لاندې ده.
د افغانستان بانک د چارواکو د معلوماتو له مخې له کابل بانک څخه شاوخوا ٨٥٠ ميليون امريکايي ډالر په ناقانونه توګه پوراخيستل شوى دى.
تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو ويلي وو چې په کور دننه او بهر کې د کابل بانک د ټولو جايدادونو ارزښت ١٨٥ مليون ډالره کېږي.
همداراز هغه زياتوي چې د کابل بانک ۵۲۹ ميليونه ډالر ورکړل شوى پور اوس هم د اختلاف وړ دى چې څوک يې مسووليت نه مني.
داپه داسی حال کي ده، چي دافغانستان بانک چارواکي له یوی خواه د بهرنیواسعارو دلوړیدو او دافغانۍ دبیي د ټیتیدو خبری کوی او له بلي خواه دکابل بانک د ناقانونه پورونو دبیرته لاسته راوړلو څخه هم سر ټکوی. دکابل بانک دپیسو دغلا لانجه او شخړه لاتراوسه د قضایی او عدلي ارګانو د پریکړو دغور میزته ندی رسیدلئ او شاید کلونه او میاشتي نوری هم پرتیری شي.