کور / کتاب / لابه مي تاپسي بهيږي اوښکي

لابه مي تاپسي بهيږي اوښکي

په کندهار کي د ځوان شاعر او ژوناليست نقيب احمد قريشي شعري غونډ (( لا به مي تا پسي بهيږي اوښکي )) تازه له چاپه راوتلې او بازار ته وړاندي سوې .

ياد کتاب چي په خپل شخصي لګښت چاپ سوی ،د ليکنو د مخونو چپه تر ۱۴۰ په زياتو مخونو کي خپور سوی .

لا به مي تا پسي بهيږي اوښکي شعري ټولګه له تمي خلاف د ننګرهار د (( ګودر خپرندويه ټولني )) لخوا چاپ سوې .

د کتاب څښتن ښاغلی قريشي په دې اړه وايي ،چي کتاب يې ځکه له ننګرهاره چاپ کړ، چي د کندهاراو ننګرهار د خلګو تر منځ تړون لا غښتلی سوی وي .

پر (( لا به مي تا پسي بهيږي اوښکي )) شعري مجموعې استاد عبدالغفور (( لېوال )) نورالحبيب (( نثار )) صديق الله (( خليق )) او عزيزالله (( پوپل )) ليکني کړي .

په دې شعري ټولګه کي غزلونه ،څلوريځي ، نظمونه او ازاد شعرونه تر لوستونکو پوري رسول سوي .