بروکسل:- اروپایی اتحادیی پرون رسنیوته وویل،چي ددي اتحادیی مالي مرستي به دافغانستان لپاره تر هغه وخته پوری وځنډیږي ترڅودمرستوپیسودلګولوپه چاروکي پوره ارزوني اوڅارنې ونه شي. دغه خبری سر چینه زیاتوي چي داروپا اتحادیی هوډوکړی چي د(۲۵)میلیو ډالرونومرستي به وځنډوی اودافغانې حکومت څخه یی په کلکه غوښتې دی چي دپیسودلګولوپه ټولوپروژوکي دي دپاکواوشفافودحسابداريو برابرتیا وی رامنځ ته کړي.«ویگوداس اوزاکاس» داروپایی اتحادی سفیر پرون دوشنبه څرګنده کړه ،چي ددغو ۲۵ میلیونو ډالره مرستي هدف داوو ،چي دافغانستان په عدلي او قضائي برخوکي ډیراصلاحات اولاسته راوړني راشي .
ولی په خواښینې سره باید ووایم چي،ددغوارګانو په بنسټیز وجوړښت کي دپام وړبدلونونه نه دی راغلي ،نوځکه موږ مجبوره شوچي ددغو پیسواستول وځنډوو. ښاغلي (ویګوداساوزاکاس (دغه خبري دافغانستان دمالی وزیرسره د ۷۶ میلیونو ډالرو داوږدومرستودتړون پر مهال وکړی. هغه زیاته کړه چي اروپایی اتحادیه دافغانستان سره دخپلومرستو په ژمنتیا ټینګه ولاړه ده، او دتوکیودغونډی دمرستودتړون ملاتړکوی ،چي له مخي به یی دافغانستان دولت دمرستودویشلو پاکه لړۍ او په چاروکي د یوی ښي سالمی اداری دوړتیا ژمني په ډاګه کړی.دتوکیودجولای دمیاشتي په غونډه کي ټولومرستي کونکوهیوادونو ژمنه وکړه. چي دافغانستان سره دوروستي پاتي بلابیلو پروژواودبهرنیو پوځونودوتلوپرمهال دګډوډی دمخنیولو په اړوند به دوی د ۱۶ میلیاردو ډالرومرسته کوي ،په دي شرط چي افغانی دولت به دپیسو لګولو داصلاحاتو ټولي رڼی چاري بشپړي کړی او دژمنو وعدي دعمل په ډګر کي پلې کړي. د هغه په وینا دافغانستان په قضایی اوعدلی اداروکی ،اداری فساد اوناشوني کړنې ددي سبب شوی چي دغه اداره د خلکوپه منځ کي منفي انعکاس پیداکړي او پانګه وال د خپلوپیسودلګولودچاروننګونه کوی.
د یادوني وړده چي دتیرو لسو کلنوپه موده کي په لسګونه میلیارده ډالره مرسته دافغانستان لپاره ځانګړی شوی وه ،ولي دکورنیواو بهرنیو خرابي فاسدی اداري په اړوند دغه دمرستو پیسو یوه برخه دافغانستان دپرمختیایی پروژو دلګولوپر ځای دغلووشخصي جیبوته ولویدلي، چي په اړه یی دحکومت اوخلکو ترمنځ لوی درځ اچولي دی.