په دې وروستيو کي د کاڼادا د بهرنيو چارو وزير ماکسيم برنير کندهار ته د يوه سفر په ترڅ کي د دغه ولايت والي اسدالله خالد د فساد اصلي ريښه وبلله او د هغه پر ځاى يې پر دغه مقام باندي د يوه وړ کس ټاکنه اړينه وبلله، د کاناډا صدر اعظم سټيفن هارپر هم په ډيپلوماتيک انداز دې ته ورته خبري وکړې او ويې ويل چي دوى افغان دولت ته د ځينو چارواکو په باب خپلي اندېښنې ښوولي او دا خبري به نور هم دوام پيدا کوي، چي يوه همدا د اسدالله خالد له خوا د مرستو د سم رسولو ستونزه ده.
که څه هم چي وروسته د کاناډا باندني وزير خپله خبره بيرته واخيسته، خو هغه پيغام چي دوى اړين باله هغه يې تر نړۍ پوري ورساوه، دا يوازي دغه وزير نه دى او نه هم د کاناډا لومړى وزير چي له دغسي يوه روښانه واقعيت څخه پرده پورته کوي، بلکي له هغه مهاله چي ښاغلى خالد په کندهار کي د والي په توگه ټاکل شوى دى، که وکتل شي ورسره په هر اړخ کي نا آراميو، گډوډيو او بېساري فساد ژوري ريښې ځغلولي دي، دا هر څه هره ورځ بې ژبي او بې وسه ولس پخپلو سترگو ويني، خو يا ږغ نشي پورته کولاى او يا که ږغ پورته کړي، نه افغان دولت او نه يې هم دنيا په خوله تريخ پياز ميده وي، که نې تېر کال په تل افغان ويبپاڼه کي د اسدالله خان په باب ځيني داسي حقايق خپاره شول چي انساني ضمير ته يې تکان ورکاوه، خو هيچا هم د وجدان غوږ ورته ونه نياوه، اوس ښه خبره دا ده چي د افغانستان په مسئله کي د يوه ډېر مهم ښکېل هيواد (کاناډا) له خوا دا ږغ پورته شو، که څه هم ځينو دولتي کړيو او دولت ته مجبوره په اصطلاح روڼاندو دا د افغانسستان په چارو کي د کاڼاډا مداخله وبلله، خو پر دې استدلال سړي ته خندا ورشي چي اخير د افغانستان کومه چاره د افغان دولت په واک کي ده؟ په همدې کندهار کي، همدا والي او دا ولس همدا اوس-اوس د همدغو کاناډايي وسلو او عسکرو په سيوري کي د ژوند په چانس راضي نه دى؟ څنگه کېداى شي چي کاڼاډايي عسکر دي د خپل سر، وينو، پيسو او وسلو په قيمت تر خپل وزر لاندي ساتي او بيا ته پخپلو چارو کي د لاسوهني اجازه نه ورکوې، په داسي حال کي چي هغوى ستا پر نفسک باندي قابض دي، باالاخره د هغو لپاره دا کله د منلو وړ کيداى شي چي:
توري په کاناډا وهي، مړۍ به اسدالله وهي
څو ورځي وړاندي په بخارست غونډه کي پر دې ټکي هم ټينگار وشو، چي د افغانستان روان بهير بايد افغانيزه شي، د دې خبري روښانه پيغام دا دى چي تر اوسه افغان دولت لا خپل هويت نه دى تثبيت کړى، د غونډي د برخوالو لپاره دا ښه زيرى و چي کرزي د کابل د امنيت ساتلو لپاره افغان پوځ وړ وباله لا تر اوسه کوم ضمانت نشته چي آيا دوى به داسي وکړاى شي يا به دنيا مخ ورکړي که څنگه؟
په بېنوا ويپبپاڼه کي مي يو د خندا وړ خبر دا هم ولوست چي په کندهار کي قومي مشرانو د اسدالله خالد په پلوي د کاڼاډايي وزير د څرگندونو په وړاندي غونډه وکړه، دا هم روښانه ده چي همدغو قومي مشرانو د خپلو بېوسو، له لوهي او درک څخه محرومو قومونو پر سرونو، او ناموسونو تل د خپلو گټو لپاره سودابازۍ کړي دي، کنه نو د اسدالله خان په وجود کي د کندهار د عزت، ناموس، بيا رغوني، پرمختگ امن او خوشاله ژوند لپاره کوم يوه ذره څرک نشته، چي له مخي يې بايد دا محترم قومي مشران ملاتړ کوي؟ ښه زه به د يو څو شېبو لپاره له دغو قومي مشرانو او روڼاندو لکه انجنير عبداللطيف اشنا او استاد حيات الله رفيقي سره دا ومنم چي کاناډا بايد د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه ونکړي او پر والي اسدالله خالد به يې د فساد تور مداخله وبولم، خو آيا د غو ښاغلو دې ته هم فکر کړى دى چي بايد دوى خپله د دغه وړ فاسدو څېرو په وړاندي د اعتراض ږغ پورته کړي، هغه چي نه يوازي د بيارغوني پيسې، اوپراتيفي پيسې او نور امتيازات پخپله گيډه کي غرقوي او د ملت لپاره يې د ښه ژوند يو فيصد زمينه هم نه ده برابره کړې بلکي لايې د خلگو پر سر د بېکارۍ، قتل، غلا، تښتونو، غصب او زرگونو نورو بدمرغيو تور پلو غوړولى دى.
زه به د ((د مشت نمونه خروار)) په توګه د خالد جان د فساد او غصب په اړه يوه کوچنۍ يادونه وکړم، د کندهار پوهنتون مخکي قباله نه درلوده، ځکه چي د دفاع وزارت پر مځکه ودان شوى و، ډيري پروژې چي به کله د پوهنتون لپاره راتلې هغه په دې خاطر نه پلي کېدې چي ډونرانو (مرسته ورکوونکو) به د مځکي د قبالې غوښتنه کول او هغه به د پوهنتون چارواکو نه درلول، د بېلګي په توګه د ښځو لپاره ليليه، د طب پوهنځي لپاره ٤٠٠ بستريز روغتون او ځيني نور سپورټي جمنازيمونه او د ډوډۍ خوړلو ځاى دا هرڅه هغه وخت پاته شول چي د پوهنتون د مځکي قباله نه وه، خو اوس چي پوهنتون قباله لري، او د دولت له خوا د يو ميليون ډالرو په لګښت د ښووني او روزني پوهنځي جوړېږي، جناب اسدالله خالد يې ځکه مخنيوى کوي چي له غاصبينو سره يې شريکي ګټي له منځه ځي، ځکه دغه جناب غواړي چي دا ودانۍ په عينو مېنه کي جوړه شي، خو دا چي پر عينو مېنه باندي له دربار سره تړلو څو غاصبينو خېټه اچولې ده او قانوني اسناد نه لري، نو بيا هم دغه جناب غواړي چي د تېر په څېر د پوهنتون د پروژې پيسې چي پخوا څنګه تللي وې، په هماغه اکاونټ کي جمع کړي.
زه وايم که نن وي که سبا اسدالله جان او ده غوندي نور چارواکي به خپلي کډي نغاړي، خو د شرم، بې غيرتۍ او چاپلوسۍ تور داغ به يې د دې روڼاندو!!! او قومي مشرانو!!! او خلگو پر لمن پاته وي.
منى به تېر شي خو د مخ تور والى به سکرو ته پاته شي.
ګرانو هیوادوالو،
زه غواړم چی دلته یو ځو نکتی د ښاغلی دکندهار والی اسدالله خالد او دهغه دمرستیالانو په باره کی ولیکم.
کندهار ته پسله ډیره وخته ولاړم او ما مخکی له دی چی کندهار ته ولاړسم دا می اوریدلی وه چی کندهار به ډیر ژر دهغو ښارونو سره په کتار کی ودریږی کوم چی په نړی کی ډیر لږ تر سترګو کیږی لکه کولالمپور ، سنګاپور، هنکانګ او داسی نور. کله چی زه لومړی د سرحد نه د ګران افغانستان خاوری ته داخل پسله ….. کلونو داخل سوم یوه نوی روح می ځان ته داخله سوه او هلته ځای پرځای دیوی مودي لپاره په هغه پاکه خاوره کی کښینستم او دامی دځان سره وویل چی یاره هغه متل يی ښه ویلی دی چی وايی هرچاته خپل وطن کشمیر دی، رشتیا همداسی ده ماته هغه دوړی او خاوری ترهر هیواد دګلونو نه ښه ښکاریدی، خیر دا کیسه ډیره اوږده ده، را به سو اصلی مطلب ته. کله چی کندهار ښار ته ورسیدلم پر سترګو می تاریکه سو او نه پوهیدلم چی هغه اوازی چی ما اوریدلی وی لکه خوب ؤ. په ښار کی ټول په خپل کار او بار اخته وه. زما راتګ دوه مطلبه درلوده لومړی داچی خپل وطن می ډیر يادیدی او دوهم داچی ما یو ځه دخپل ځان سره درلودل او هغه می غوښتل دکندهار ……… والی سره شریک کړم. کله چی ولایت ماڼی ته یا منډیګګ ماڼی ته داخل سوم، ځکه چی ماد کندهار دوالی سره می ملاقات درلودی او دا ملاقات زما دیوه دوست لخوا برابر سوی ؤ. هلته چی داخل سوم غوښتل می چی دوالی صاب دفتر ته داخل سم مګر د ملازم لخوا منع سوم ځکه چی هغه راته وویل چی والی صاب مجلس لری. نو زه همهلته یو ګړی معطله سوم. ناڅاپه می زړه راښکونکی خنداګانی تر غوږ شوی او داسی می فکر وکړل شاید دا کوم کسیټ یا راډیو وی مګر چی ښه دقت می وکړ هغه خنداګانی د…….. اطاق څخه را وتلی. خیر یو ګړی وروسته هغه دخنداګانو څیری زما د مخه څخه تیری شوي. وروسته ترهغه می وغوښتل چی دوالی صاب سره ووینم مګر بیا هغه راته وویل چی ……….. په …. کی دی. نو زه را ووتلم او دا می دځان سره وویل چی یاره ستا وطن هم اوس ……….. تر لاس لاندی دی هغه خبری ټولی درواغ دی چی ما اوریدلی ځکه چی دیو ښار ………. دغه قسم وی نو دهغه ښار نور مامورین او ريسان به څرنګه وی. دلته یوه خبره بله ذکر کوم هغه دمحترم اشنا او رفیقی په باره کی ده. دوی ترهغه وخته دخالد سره په ټکر کی کله چی یو دریاست پرچوکی او بل دڅارنوال څخه دوالی صاب په واسط خلاص سول نو دوی خو دوطن روشنفکران دی دوی به ولی نه کانادايی وزیر خبری ردوی ځکه چی دا خو دداسی کسانو اصلیت دی.
یادداشت: دلته ما ځینی توری نه سوای لیکلای ځکه چی هغه دداسی شخصیتونو سره نامناسبی دی. مننه
جانان
کولالمپور ، مالیږیا

اسد الله هغه څوك دى د كوچنيوالي تاريخ يې هم خلګو ته ښه معلوم دى خو دانو زموږ (دكندهاريانو) بخت دى چي داسي يو ځوان يې راباندي تپلى دى چي په اخلاقي فساد كښي ښه ريګارډ لري
ګرانه کاکړ صاب زه دی باغ نه وینم ته واتارودرغۍ.تاسی چه دخالدصاب څه ناراضه یاست یانی په حکومت کی داسی باصلاحیته لوړپوړی سته چه تاسی دهغوڅه راضی یاستۍ؟دامتآسفانه ټول هغه کسان دی دی چه ددی بی وزلی ملت دډیروښراووپه نتیجه کی طالبانودببروسرونواو نا ولو مخونوسره دملک څخه وشړل خونړی خورو بیرته ددریشی اونیکټایی سره بیرته په خارجی پاسپورټ راوستل چه نتیجه یی مخکی له مخکی معلومه ده…………
دا بیا دپښتنو په تیره دکندهاريانو بخت دی، چي کله فقط يو قدم ښه پر ولګيږي سمدستي يې دښمنان ورڅخه حمله کړي . مطلب دا چي کله چي ګل آغا شير زی والی وو د کندهار دا نور ياران پوه سوه چي، اوح دا دی دا خو خورا ټيټ کارکوي والله چي يو څو عمر بعده خو کندهاريان پر بامونو راته کښېنوي نو يې سمدستي اسدالله خالد راولېږه، چي دده دراتګ سره غمونه لا هم زيات سوه او لا به هم دده له برکته زيات سی .
ګوری!
حقيقت بايد ترپښو لاندي نه کړو او زما په خيال نه لاندي کيږي .