کور / تازه خبرونه / د سولي د عالي شورا پلاوى پاکستان ته ځي

د سولي د عالي شورا پلاوى پاکستان ته ځي

د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوى د شورا د رئيس په مشرۍ د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته ځي.
ټاکل سوې ده چي د صلاح رباني په مشرۍ دغه هيئت نن د نومبر پر ١٢ مه له کابل څخه اسلام آباته په درې ورځني رسمي سفر روان سي.

راپورونه وايي دغه سفر د پاکستان د خارجه وزيري حناء رباني په رسمي بلنه ترسره کېږي، چي د افغانستان د سولي په باب به دواړه هيوادونه سره وږغېږي.
د پاکستان د خارجه وزارت خبرپاڼه وايي د سولي د شورا مشر به په دې سفر کي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري، لومړي وزير راجه پروېز اشرف او خارجه وزيري حناء رباني سره وګوري.

د کابل ځيني رسنۍ وايي ښاغلى صلاح الدين رباني به هڅه وکړي چي په پاکستان کي د افغان طالبانو له ځينو مېشتو مشرانو سره هم وګوري.
کارپوهان وايي پاکستان اوس هم پر افغان طالبانو نفوذ لري او هغوى له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته کښېنولاي سي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي د هندوستان په سفر بوخت دئ، ويلي چي په څو اونيو کي به يې يو پلاوى د طالبانو له مهمو چارواکو سره وګوري.
ولسمشر کرزي وويل ډېرى طالبان ترهګر نه دي، هغوى ځکه جنګېږي چي د غربي ځواکونو له خوا په زور له هيواده وايستل سول.