اسلام اباد: په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د پاکستان د ریل پټلیو د وزیر غلام احمد بلور او د هغه د میرمنې ویزې باطلې کړې او د امریکا ته ېې د هغوی سفر بنديز اعلان کړى دى . په خپله بلور هم تائيد کړې چې په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ورسره تماس نیولى او امریکا ته ېې د هغه په سفر بندیز لګولى . له دې وړاندې برتانېې هم خپل هیواد ته د دې پاکستاني وزیر په ورتګ بندیز لګولئ ؤ . بلور څه موده وړاندې په امریکا کې د اسلام پيغمبر ص ته له سپکاوي د ډک فلم له خپریدو وروسته د فلم د دایکتر د وژلو په سر یو لک ډالر جایزه ټاکلې وه