لراوبر – پېښور
په پيښور كښې افغان قونصل حاجى عبدالخالق فراهى دصوبه سرحد داعلى وزيراميرحيدرخان هوتى سره داعلى وزارت په ماڼۍ كښې وكتل او دافغانستان او پاكستان او په ځانګړې توګه دپولې ددواړو غاړو دپښتنو ترمنځ په اړيكوئې خبرې وكړې افغان قونصل عبدالخالق فراهى اعلى وزيراميرحيدرهوتى ته دنوى حكومت په سمبالولومباركى وركړه اوددواړو هيوادونوترمنځ ئې دسياسى،ادبى او كلتورى اړيكو ئې رڼا واچوله په دې وخت دصوبه سرحد ستروزيراميرحيدرهوتى ووئيل چې دصوبه سرحد(پښتونخوا) امنيت دافغانستان اوقبائيلى سيموترامنيت پورې تړلى دى خو له بده مرغه ځينې پردې دخپلو ګټو لپاره زمونږه ځمكه دجنګ ميدان ګرځوى چې پښتون قوم ئې دروند قيمت اداء كوى كه څه هم دازمونږ دكور خبره ده خو مونږ په ډيرې اسانۍ سره كولى شو چې خپلې ستنزې دخپلودودونو له لارې هوارې كړوخوبهرنيو كړيو حالات كړكيچن كړى اميرحيدرخان هوتى ووئيل چې دافغانستان او پښتنو ټولنيز تاريخ ددې خبرې شاهد دى چې دلته ټولې ستونزې تل دخبرو او جرګو له لارې هوارې شوى دپاكستان او افغانستان لويه جرګه ښكاره بيلګه ده اوددغې جرګې دبياجوړيدو سره به مثبتې نتيجې ترلاسه كړو نوموړى داهم ووئيل چې بهرنيوسخت د ريځو سره خبرې امكان نه لرى اودصوبه سرحد يوه لويه جرګه به دسيمه ايزو طالبانو سره خبرې پيل كړى زمونږ كوشش دى چې بهرنى سخت دريځ دسيمه ايزو طالبانو له ملاتړ څخه بې برخې كړو دصوبه سرحد اولس تل دخپلې رائې له لارې دامنيت لپاره اكثريت وركړى اعلى وزيرداهم ووئيل چې دپولې ددواړو غاړو دپيښتنو وژل ياوژنه يوه ستره غميزه ده په دې وخت افغان قونصل هم دافغانستان په نمائندګۍ دصوبه سرحد نوى حكومت ته خپلې نيكې هيلې څرګندې كړې او دافغانستان او پاكستان ترمنځ ئې داړيكې يادونه وكړه او وې وئيل چې ددواړو هيوادونوترمنځ تاريخى ، مذهبى ، كلتورى اړيكې تلپاتى دى په دې وخت افغان قونصل سره په افغان قونصلګرۍ كښې دفرهنګى چارو مشر محمدظاهربابرى هم مل وو.