لندن: بي بي سي په خپل راپورکې وايي :ملالې یوسفزۍ، چې په سوات کې د طالبانو له لوري تر ویشتل کېدا وروسته برتانیا کې تر درملنې لاندې ده، له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده، چې د هغې په ژوندي پاتې کېدو کې یې هلې ځلې کړې دي.١٥ کلنې ملالې له ټولو هغو نړیوالو ملاتړ هم مننه کړې ده، چې د دې په ملاتړ یې خپل غږ او اند د خلکو تر غوږونو رسولي دي ملاله یوسفزۍ دا مهال د برتانیا ملکې الزابت روغتون کې ددرملنې لپاره بستر ده.نوموړې په تېر اکتوبر کې داسې مهال په سوات کې د طالبانو په ډزو وویشتل شوه، چې د ښوونځي په ګاډي کې کور ته ستنېدله.د هغې پلار ضیاو الدین یوسفزی وايي، لور یې له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چې د هغې د روغتیا او ژغورنې په تړاو یې ښه نیتونه درلودل او له هغې سره یې مرسته کړې ده.پر همدې مهال تر ۶۰۰۰۰ ډېرو کسانو هغه غوښتنه لاسلیک کړې ده، چې ملالې یوسفزۍ ته دې د سولې د نوبل جایزه ورکړل شي.په برمنګهام کې ډاکټران وايي، ملاله تر ځانګړې درملنې او څارنې لاندې ده، او د رغېدو چاره یې ورځ تر بلې ښه کېدونکې ده.په برتانیا کې شاهدې چوهدري د ملالې لپاره د سولې د نوبل د جایزې د ورکولو کمپاین پیل کړی دی.هغه وايي: “ملاله نه یوازې زموږ د ځوانو ښځو استازیتوب کوي، بلکې هغې خپل غږ د ټولو هغو کسانو په استازیتوب پورته کړ، چې په هېڅ ډول د ښځینه وو لپاره تعلیم نه غواړي. په برتانیا او نوره نړۍ کې هم د ملالې په څېر نجونې شته، چې له دې ډلې یوه هم زه یم.”