کور / تازه خبرونه / طالب وسله والو يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه

طالب وسله والو يو تن د جاسوسۍ په تور وواژه

وسله والو طالبانو د بلخ ولايت د چمتال په ولسوالۍ د اسياشرب د سيمي يو اوسيدونکی ( توريالی ) بهرنيو ځواکونو او افغان دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلئ دئ ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ډاټ کام ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ليکي چي نوموړئ کس يې تر پر خپل جرم تر اقرار وروسته د شرعي محکمې د پرېکړي سره سم وژلی دی . دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو مشرتابه جرګې پر ملګرو ملتونو او نړيوالو ږغ کړئ چي افغان اداره د سلو تنو زندانيانو له اعدامېدو راوګرځوي .