په دا څو تیرو ورځو او شپو کي د نړئ سترګي د امریکا خواته وې چي هلته به ټولټاکني اوباما وګټي او که به سپینه ماڼۍ و ميټ رامني ته ور پریږدي . ما د ټولټاکنو شپه تر سهاره د تلویزیون مخ ته سبا کړه تر څو د امریکا د ټولټاکنو په نتیجه په لمړي ګام کي خبر شم . ددی مانا دا نه ده چي زه پر امریکا مین یم او یا د هغه هیواد سره دومره علاقه لرم چي ټولټاکنو ته یي شپه سبا کوم . زما نا راحتي دا وه چي د افغنستان ازل لیک می سترګو ته ولاړ وو او پدي پوهیدم چي د میټ رامني په ټاکلو سره د افغانستان ورځ بیادهغو کړنو سره مخامخ کیږي لکه د جورج بوش په وختونو کي . که څه هم هغه د پښتو متل بیځایه نه دی چي وايی » ژړ سپی د چغال ورور دئ« د افغانستان په جنګ او د ولس په وژنه کي اوباما او رامني څه توپیر نلري ، خو بیا هم افغانستان د اوباما د سیاست سره تر یوي اندازي بلد شوئ وو .
خو اوس راځو ودي پوښتني ته چي د اوباما تر ټاکلو وروسته به د افغاستان کړکیڅ څنګه شي او افغانان څه غواړي ؟ په افغانستان کي دري قسمه وکړي ژوند کوي . یو قسم یي د خدای ، دين او اسلام تر نامه لاندي د هر تمدن مخنیوی کوي او افغانستان د اومي اسلامي پیړی سره سمول غواړي . بل قسم یی هغه دی چي ددیموکراسي تر نامه لاندي دډالرو په غم کي دي او خپل جیبونه ډکول غواړي . پدي غم کي ندي چي د افغانستان پر ولس څه تیریږي . دریم قسم یي هغه کسان دي چي د ازادي او سولي په بغل کي دیموکراسي هم لټوي او غواړي چي د خپلو کورنیو سره بیله ډزاو ډزو شپي سبا کي . دا قسم وګړي د افغانستان اصلي ولس دی چی سوکالي ته تږی دي اوهيڅ وخت نه په جنګ او نه د ولس په مرګ ژوبله کي ښکیل وه . ددي وګړو مثال دادی چي له یوي خوا څو موده مخکي وړکي ملالي یوسفزئ د ښځو د حقوقو لپاره نژدي خپل ژوند له لاسه ورکړئ وای او له بله پلوه څو ورځي مخکي په کابل کي څه دپاسه پنځه زره کسانو د فوټبال ننداري ته تللي وه . فوټبال هغه بازي ده چي طالبانو په خپله واکداري کي بندیز پري لګولی وو . دا دواړه حالتونه جوته کوي چي له یوي خوا افغانان ازادي او دیموکراسي غواړي او له بله پلوه بنسټ پالونکي داسي کړنی زغمل نه غواړي . داسي خبرونه امریکا او د هغوی انډیوالان له یوي خوا خوشحاله کوي او له بله پلوه يي په خپلو کړنوکي لا هم پیاوړي کوي اولا زیات د طالبانو په بهانه و افغان ولس ته مرګ ژوبله ور اړوي . اما دا بهیر به تر څو پوري روان وي ؟ ټوله نړۍ پوهیږي چی په افغانستان کي د نورو هیوادونو په شان نورمال او غیر نورمال انسانان ژوند کوي او افغانستان د شوروي او امریکا تر یرغل پیړۍ پیړۍ مخکي وجود درلود او د ژوندانه خاص پرینسیپ او عادتونه یي لرله . غربي نړي مخصوصاً امریکا دافغانانو دا رواجونه او د ژوندانه پرنسیپ هیروي . د افغانستان د وګړو زیاته برخه یي نه په سیاست کي ښکیله ده ،نه کرزی غواړي ، نه طالبان او نه هغه څوک چي د افغانستان ددښمنانو نوم یي ګټلی دی . دا کسان رښتنۍ سوله غواړي او باید د سولي په خبرو کي د هغوی اوازهم واوریدل شي .
د بارک اوباما نه په راتلونکو څلورو کلونو کي دافغانانو هیله داده چي په افغانستان کي رښتنۍ سولي ته مخ کي ، له یوي خوا له طالبانو سره د افغانستان په ګټه خبري وکړي او له بلي خوا زیار وباسي چي د افغانستان ټولټاکني په کال ۲۰۱۴ کي بیله درغلیو پاي ته ورسیږي . تر اوسه خو نړی شاهده ده چي امریکا د طالبانو سره دصداقت خبري ندي کړي او که یي کړیدي نو خامخا یي په خبرو کي هغوی ته خپل غرور ور جوته کړی دی . افغانان له امریکا نه غواړی چي په افغانستان کي خپله ماته ومني او دافغانستان د وګړو لپاره رښتني خدمتونه تر سره کړي . اوس هر کس پوهیږي چي د افغانستان کړکیچ بیله طالبانو نه حل کیږي . زه پدي یقین لرم چي بعضي وطنوال به زما پرداسي اظهاراتو نیوکي وکړي او وبه وایي چی د طالبانو سره خبري کول غلط دي . خو که خپل بیځايه غرور شاته پریږدو، وطن او بي وزلو هیواد والو ته ځیر شو ، نو بیا به هر کس دا خبره ومني چي د سولي لپاره هر ګام اخیستل غلطه کړنه نه بلل کیږي . د امریکا او غربي نړي څخه زموږ هیله داده چي د افغانستان پر وګړو باور ولري او ویي مني چی افغانان د دیموکراسي په مفهوم پوهیږي او د افغانستان پر اصولو برابري دیموکراسي اهلیت لري . د المان یوه سیاسي کار پوه یو وخت په خپلي یوي لیکني کي لیکلي وه : » غربي نړۍ نه شي کولای چي داسي ملکونو ته لکه افغانستان ورشي او هغوی ته ووايي ، تاسی په څه نه پوهیږۍ ، موږ اوس راغلي یو چي تاسي ته د ژوند لاره در وښیو. موږ باید دهغوی سره یو ځای ، نه دهغوی په مقابل کي کار وکړو او د هغوی ژوند ور ښه کړو«
بارک اوباما وعده کړیده چي هغه به د خپلی دوهمي دوري په حکومت کي د افغانستان د حکومت سره خپل اړیکي نور هم ټینګ کړي ، دافغانستان ولس به له اقتصادي ، سیاسي، امنیتي او اجتماعي له نظره نور هم پیاوړی کړي . ګورو به چي هغه به خپله خبره عملي کړي او که به نور هم افغانان ووژل شي .
د ټول افغانستان ويبپاڼي څخه په مننه