کور / شعر / په باغچی

په باغچی

شونډی دی نخری کوی وربل دی اشاریپوهندوی دوکتور سید حسام (مل)


یاره  وتی  نشم  ستا  د   حسن  له  دایری


سترګی دی جذابی ، ډک له مینه اومحبت


ځکه   نه   مړیږم   یار  ستا   له   تماشی


ستا دهر نخری په  بد ل تن  می لرزیږی


هسی  چی  د  لیری  دی   کومه ننداری


تا زړه خو را نه وړی یار خبر یی که نه ؟


(مل) وخته ستا د مینی ګل کرلی په باغچی


           جرمنی ۲۰-۴-۲۰۰۸