پېښور : پېښور کې دافغانستان قونصل جنرل سيد محمد ابراهيم خيل ويلي دي . چې دافغانستان بيا رغاونې کې برخه اخيستو نکو مزدورانو او کاريګرانو ته ويزه ورکولو کې ډيرې اسانتياوې راوستې دي . په يوې مر که کې افغان قونصل وويل چې افغانستان بيا رغاونې کې دپاکستان وګړي ستر رول ترسره کوي ،او هم دې موخې دپاره گڼ شمير پاکستانيان افغانستان ته ځي . ده وويل چې دمزدورانو او کاريګرو سره سره دټول پاکستان څخه سوداگر هم افغانستان ته ځي . چې پخوا به ورته دويزو په ترلاسه کولو کې ستونزې وې خو اوس مو دويزې کار اسانه کړې او په ډير ښه ډول افغانستان ته تلونکى مزدوران ، کاريګران او سوداگر دافغانستان ويزه ترلاسه کوي . سندهـ صوبې سره داړونده خلکو دپاره دکراچۍ ، دپنجاب او اسلام اباد سره داړوند لرونکو دپاره اسلام ابادسفارت ، دبلوچستان دخلکو دپاره دکويټى او دخيبر پښتونخوا او قبائيلى سيمو دخلکو دپاره دپېښور قونصل خانې څخه دافغانستان ويزه ورکول کيږي ده وويل چې روزګار اوسوداگرۍ له امله افغانستان ته گڼ کسان ځي ځکه نو ددې موخې د پاره هم په هغه ورځ هغو کسانو ته ويزه ورکول کيږي .