کور / تازه خبرونه / کرزى:ډیورینډ کرښه فرضي سرحد دی

کرزى:ډیورینډ کرښه فرضي سرحد دی

دافغانستان ولسمشر یوځل بیا ډیورینډ کرښه دپاکستان او افغانستان ترمینځ فرضي سرحد وباله . فارس خبري اژانس وايي دافغانستان ولسمشر کرزي یوځل بیا دډیورینډ کرښې په باره کښې دخپلو پخوانیو دریځونو په تکرارولو سره دافغانستان ددریځ دبدلولو لپاره دامریکا او اروپايي هیوادونو دمقاماتو څرګندونې بې نتیجې وبللې . دافغانستان دوزیرانو دشورا په غونډه کښې چې دولسمشر کرزي په مشرۍ وشوه هغه په صراحت سره ډیورینډ کر ښې یو فرضي سرحد وباله او یو ځل بیا یې په دې باره کښې دافغانستان دحکومت په پخوانیو دریځونو ټینګار وکړ . کرزي وویل دډیورینډ کرښې په باره کښې دامر یکا دمقامانو څرګندونې او دهغوې دریځ به دافغانستان دحکومت په پخوانیو اعتقاداتو کښې هیڅ خنډ رامینځته نکړي . دامریکا دخارجه وزارت ویندوې میر من ویکټوریا نولانډ څه موده وړاندې ویلي وو امریکا ډیورینډ کرښه دپاکستان او افغانستان تر مینځ دنړیوال سرحد په توګه په رسمیت پیژندي . خو افغانستان وايي ډیورینډ کرښه دافغانستان لپاره مهمه موضوع او یوه تاریخي مسله ده او امریکا دافغانستان په کورنیو چارو کښې دلاسوهنې حق نلري .