کور / شعر / د ارڅک نيکه ياد

د ارڅک نيکه ياد

سترارڅک نيکه يو نام دی     دا سور ستوري د اسمان


تلبل اور په شان روښان   دؤيشت نيمی پيړۍ ؤشوی


زوړ تاريخ نوی دوران دي     ستر بادشاه د بادشاهانو


لمر او اور يئ تل پاللی     ګرده سيمه کی توتم وو


د يونان ياغي لښکر وو      هره خوا باندی يرغل وو


که بابل که پارت که سور    که پختيا که بلخ که سند


د بي ننګو پرې يرغل وو      رڼا راغله د اوو  ستورو


اور او لمر مرسته رابار کړه
ستر ارڅک حملي وسي کړې


لينده توره يئ تر ملا کړه    نن ميله  ده  د   نوروز


ستر ارڅک کوي غوږوکه     واورئ واورئ زما وګړو


څه وينا تاسي ته يايم      زما دا نوی داتا واورئ


سر د نن څه به نه کيږی      خپله سيمه کي جنګو نه


د ګاونډ ټول هيوادونه              د داؤسو  بادشاهانو


د داؤسو  مشرانو               په لاسونو زبيښل کيږي


خواره کړی دي بې دينو         رايتيانو   ته  دامونه


بريد کوم  دا زما  هوډ دي       ورڅخه غوږونه تاوومه


بله ورځ به روانيږو          چی د پارت  په لور  همله ده


د وګړو شور او ځوګ شو        غوره غوره  اوره اوره


څومره مسته دا ميله ده       ګرد چاپير جونې نڅا کا


په سپيدو لښکر روان شو     هنګامه دا په هيواد کی


غنم رنګ اسونه ځغلي       سور ساعت ا د ميړاني


شپو په شپو جنګونه کيږی    بری ؤشو فتحی ؤشوي


ميړنو  ميړانه  راوړه         اوس به  نوری سيلۍ کيږي


د يونان ياغي لښکرو       ټول نيولي دي ځايونه


وينا ؤشوه په ربار کی     دا  ښارونه به جوړيږي


د ولس  غازيان نور راغله   لښکر ورو  ورو وسي کيږي


سترارڅک سپاه په بريد کړه
خوا په خوا  حملې شرو  شوئ


ماتوي هره جګړه کی            د يونان ډيرې لښکرې


هيوادونه  ازادېږي             رايتېان ټول خبردار شؤ


چی ارڅک د جنګ سالار دی      ټول يئ ؤنېو هيوادونه


معبدونه  او  ښارونه              جوړه وې  په هره خوا


درهمونه  د ارڅک  دا           ټول  ځايونو  کی چليږې


              چئ  لينده  غشی  نشان دي


              چی  شايد يئ  دا  جهان  دي


 


د ډاکټر  پالوال  د  تاريخ  څحه   ګټه   احستل  شوی


د  پښتنو نوي پخوانی   تاريخ،،،،،،،