افغان يون د روان کال د لړم د مياشتې غونډه د ۲۰۱۲ کال د نوومبر په ۲ مه نېټه کابل کې وکړه.
د غونډی په پيل کې افغان يون ته د دفتر نيولو په اړه خبرې وشوې. او پرېکړه وشوه چې د چارو د لا سمون لپاره دې ژر تر ژره په دې برخه کې عملي ګام پورته شي.
او دا چې د افغان يون غږ څه ډول ټولو هېوادوالو ته ورسوو، او يون ته هڅاند او زٍيارکښ ملګري ور زيات کړو، خبرې وشوې. چې د ملګرو په سلا او مشورې يوه تګلاره وټاکل شوه، ترڅو هم په فېسبوک او هم په عملي ډګر کې تکړه ځوانان په ګوته او افغان يون ته جذب شي او د افغان يون غږ ولس ته ورسول شي.
له موکې څخه په ګټې اخيستو سره د افغان يون په تګلاره باندی هم خبرې وشوې او لازمې لارښوونې او بدلونونه د غونډې د ګډونوالو لخوا وړانديز شول چې له غور څخه وروسته په تګلاره کې اړين بدلونونه راوستل شول ترڅو تګلاره په عدليه وزارت کې د ثبت لپاره تياره او د رسمي ثبت چارې يې پيل شي.
د چارو د لا سمون لپاره په غونډه کې لاندې کمېټې وړانديز او بيا ترتيب شوې، ترڅو د افغان يون چاری لا سمې ترتيب او تنظيم شي.