مېرانشاه:د شمالي وزیرستان مرکزي ښار مېرانشاه ته نژدې نامعلومو کسانو د پاکستاني پوځ د ګاډو پر یوه کتار ډزې کړې. ځايي چارواکي وايي برید کونکي په یوه ګاډی کې ناست وو. د ځايي چارواکو په وینا د پاکستاني پوځیانو د ګاډو کتار له مېرانشا څخه د قطب خیلو لور ته د تګ په حال کې و، چې پرې ډزې وشوې. د دوی په خبره د ډزو له امله د پوځی کتار د یوه ګاډي ډرېور سیداکبر ځای پر ځای ووژل شو. برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.