کور / تازه خبرونه / په هالند کي د نوي کابیني غړو په کار پیل وکړ

په هالند کي د نوي کابیني غړو په کار پیل وکړ

په هالندکي دنوی کابینې وزیرانونن دهالنددشاهی دولت دملکې بیاتریکس سره تر لیدلو وروسته په رسمي توګه دوزیرانودندي پیل کړلي.په هالندکي دوزیرانوټاکل دپارلمان دغړولخوا تآئیدیږی اوددی دولت پارلمان دسپتمبرپه میاشت کي دټولوخلکولخواه دازادو رایوله موخي منځته راغلي. دهالند پارلمان د(۱۵۰) غړوچوکي لری اوڅه باندی تر لسوزیاتوګوندونوپکښې برخه اخیستي وه. هرهغه ګوندچی ترنیمایی یوه زیاته رایه یعنې(۷۶) رایه وګټي دکابینی په جوړولوګمارل کیږی. د سپټمبر دنوی پارلمان دغړو په ټاکلوکي داولس دلسو ګوندي ډلوڅخه دوه ګوندونه تر ټولومخکښ راووته ،او هغه د لیبرال دیموکرات ګوندVVD اودکارګر مخکښ ګوندPvdAدواړه په دی بریالی شول چي تر نیمای زیاتی رایی دځان خپلي کړی. دلبیرال دیموکرات ګوند ۴۱ چوکې او دکارګر مخکښ ګوند ۳۹ چوکې لاسته راوړی.دوی دواړو د پارلمان تر ټاکلو وروسته د ۵۴ ورځوخبرواترو په ترڅ کي په دي وتوانیدل چي نوی کابینه په ګډه جوړه کړی.
په نوی کابینه کي دلیرال دیموکرات ګونداووه وزیران دری دولتی سکرتران او دکارګرمخکښ ګوند شپږ وزیران او څلوردولتي سکرتران لری چي دوزیرانو شورارئیس دلیبرال دیموکرات ګوند غړی مارک رووت (صدراعظم)او دهغه مرستیال دکارګرګوند غړی عاشیر وټاکل شول.مار ک رووت په تیره کابینه کي هم د صدراعظم په توګه دوه کاله دغه دنده پر مخ بیوله، چي بیا وروسته ددریوګوندونوداختلافاتوله امله نوموړي کابینه نسکوره شوه.