کور / تازه خبرونه / دافغانستان دملي امنیت دوه لوړ پوړی چارواکي په امریکا کي ورک شول

دافغانستان دملي امنیت دوه لوړ پوړی چارواکي په امریکا کي ورک شول

په امریکاکی دCBS او پرس ټیوی اونورو نړیوالو خبری سرچینو خبر ورکړيدی چي ، دافغانستان دملي امنیت لوی ریاست دوه چارواکي په امریکاکي ورک شویدی. د افغانستان دملی امنیت لوی ریاست هم ددغودواړولوړ پوړوچارواکودورکیدوخبر تاېیدکړیدي. دامریکاخبری سر چیني وایی چي دامنیت لوی ریاست دغه کارکونکي دنوامبر په دریمه نیټه دشنبه په ورځ په واشنګټن کي هغه وخت غیب او بی درکه شول چي هیواد ته بیرته دراتګ دوروستې ورځی په حال کی وه. مګر ځیني سرچینې بیا وایی چي د اکتوبر د ۲۵ نیټی څخه راوروسته نوموړي بی درکه سویدی .ځکه دملی امنیت لوی ریاست ددوی دورکیدوخبر نن رسنیوته څرګند کړی.
امریکا یې رسني وایی چي دغه افغانې امنیتې چارواکي یوجګړن محمد فاروق غنی زاده دتروریزم سره دمبارزی رئیس او بل یی قوماندان علي بابا دی چي په ملی امنیت کي دامریکا اواروپاسره داړیکو څانګي مرستیال دي. دملی امنیت دویاند مرستیال یوی خبری سرچیني ته ویلې ،چي ددوی دپیداکیدو لپاره پلټنې روانې دی.
دئ وایی کوم وخت چي زموږ پلټنې پای ته ورسیږی بیا موږ ویلای شوچي ددوی دواړودورکیدولامل څه شی دی. ده زیاته کړه چي دغه کارکونکي دملي امنیت د لوی ریاست لوړ پوړی چارواکي نه بلکه ددي ریاست عادی غړي وو.
بله خواه دامریکادفدرالی پولیسومرکزی اداري ددغوکسانو دموندلو لپاره ځانګړی ّهڅی پیل کړیدی.دامریکي دپولیسو د FBI مرکزی اداری دهوایی ډګرونو،دسرحدی بندرونو او دتګ اوراتګ ټولي لاري ترکلکي پلټنې لاندی نیولي دی. دCBS خبری سر چینه وایی چي دغه دوه کارکونکي د دوونیمومیاشتو لپاره دیوي لنډمهالي دوری دتیرولوپه اړونددامریکا دملی امنیت د پلټنی دپراختیا یی څانګي دلوی مرکز په بلنه چي (جورج مارشال) نومیږی او دامریکا او آلمان یوه ګډه تربیوی څانګه ده، امریکا ته دزده کړی لپاره را ِبلل شوی وو. د غه اداره دناټوله غړواو متحدو هېوادونو څخه لوړ پوړي پوځي اوامنيتي چارواکي د لوړو لنډمهاله زده کړو لپاره ورغواړي.دوی وایی چي دافغانستان د ملی امینت ددغو چارواکود سفر موخه د پنتاګون دغړو،دفدرالي پولیسو درئیسانو او دامریکي د قضایی ادارو دچارواکوسره لیدنې اوکتنې درلودي.
دیادوني وړده چي دملی امنیت دلوی ریاست دغه دوه لوړ پوړی چارواکي څرنګه دامریکا غوندی په امن او دیموکراتیک هیوادکي په سپینه ورځ غیب اوبی درکه شول او دموندنې چاری یی لاتر اوسه پوری بریالی نه ښکاری.