” افغانان به هیڅکله د ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه ونه مني”
محور ورځپاڼې په دې اړه د انډین اکسپرس ورځپاڼې په حواله لیکلي، واشنګټن او لند د ډیورڼد د کرې په مسالې کې د پاکستان ملاتړ د دې لپاره کړی چې په سړې جګړې کې ددې هیواد همکاري راخپله کړي.
ورځپاڼې لیکلي، خو د ډیورڼد د کرښې په اړه بیا هم د افغانستان په هغو ادعاو ډير باور کیدای شي، چې وايي، دغه کرښه د وخت د حکومتونو تر حاکمیت لاندې سیمو کې په زور کښل شوې وه.
محور لیکلي د ډیورڼد د کرښې د حقوقي څرنګوالي په اړه تراوسه قطعي پریکړه نه ده شوې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د نننۍ ګڼې د سرمقالې سرلیک دی، افغانان به هیڅکله د ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه ونه مني.
د هیواد د سرمقالې دلیکوال په باور امریکا او بریتانیا هڅې پیل کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورڼد کرښه د رسمي پولې په توګه وپيژندل شي.
ورځپاڼې لیکلي دغه کرښه د سلو کلونو لپاره د ګروي په بڼه په چل او ول کښل شوې وه چې اوس یې وخت پوره شوی دی.
هیواد لیکلي د ډیورنډ کرښه افغانانو ته د منلو وړ نه ده، نو د رسمیت پیژندنې لپاره یې د نورو هیوادو هلې ځلې بې ګټې دي.
سرنوشت ورځپاڼې هم په همدې اړه د خپل لومړي مخ په غټ سر لیک کې لیکلي، د ډیورنډ کرښه د کابل او کلکتې تر نفوذ لاندې سیمو د معلومولو لپاره رامنځ ته شوې وه.
ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت تګلاره بدلون نه مومي.
په مطلب کې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال رابرټ بلیک څرګندونې راخیستل شوي چې ویلي یې دي، امریکا له افغانستان سره قوي ژمنې لري نو ځکه خو به یې د حکومت په نوي کیدو سره هم تګلاره بدله نشي.
سرنوشت ليکلي د امریکا د جمهوري ریاست د روانې اونۍ په انتخاباتو کې که هر یو کاندید بارک اوباما او مټ رامني ګټونکی شي د افغانستان د راتلونکې په اړه کلکه ژمنه لري.
سرنوشت په یوه بل مطلب کې لیکلي، په کابل کې د کاناډا سفارت ډاکتر عبدالله عبدالله او د استخباراتو پخوان ي رئیس امرالله صالح ته وزیره ورنه کړه او هغوی ته یې ویلي، د اسلام اباد په سفارت کې دې د کاناډآ ویزې واخلي.
خدمتګار ورځپاڼې د خپل لومړي په یوه مطلب کې لیکلي د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د پوښتنو ځوابول په کار دي.
خدمتګار ناامني، د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو د ګډون په اړه اختلافات او رایه ورکوونکو ته د نویو کارتونو نه ویشل د راتلونکو انتخاباتو په مخې لانجمنې مسالې بلل شوي دي.
ورځپانې په یوه بل مطلب کې لیکلي د پروان د طالباني کیدو ویره زیاتیږي.
خدمتګار لیکلي د بګرام د هوايي اډې په موجودیت سره د پروان امنیت امریکایانو ته ډير مهم دی، خو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د پروان په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې زیاتې شوي دي