کور / سياسي / د امریکې استعماري سیاست لاپسې بربنډ شو

د امریکې استعماري سیاست لاپسې بربنډ شو

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان په هکله د امریکې استعماري سیاست لاپسې بربنډ شو

استعماري سیاست، په کلاسیکه بڼه و او که په نوې بڼه ، دحق اوعدالت سره په ټکر کې دولسونو دبدمرغیواو انساني ارزښتونو ته د سپکاوي سیاست دی . دا سياست دیوڅوحریصو شتمنود لاشتمن کیدودپاره د نوروخلکو په شتمنیو وردانګل دي او په میلیونونو خلک په وینو کې لمبول دي ،تر څویې شتمنۍ او زیرمې لوټ کړي او ژوندو ته یې داسارت کړۍ په غاړه کړي . دنړۍ په سر یواځې یوڅو هیوادونو اوپه هر هیواد کې یوڅوکمپنیو او شرکتونو په تيره بيا د وسلو او تيلو شرکتونو د نړۍ د نژدې ټولو انسانانو ژوند د ستونزو اوخطر سره دهمدې استعماري سیاستونو په خپلولو اوپراخولوسره مخامخ کړی دی . د دې د پاره چې د نړۍ د خلکو څخه خپل بد رنګ کرغیړن ماهيت او د ټول بشریت سره په دښمنۍ کې اعمال پټ کړي، ډول ډول ماسکونه اغوندي اود دجال دخره هڼار او ډرار ته ورته د نړیوالو دغولولو د پاره درواغجنې پروپیګنډې سر کوي . کله ځان د بشر دحقوقو مدافع بولي ، کله د دموکراسۍ ټیکه دار وي او کله دبیوزله مظلومو خلکو د مرستندوی په نوم د« استبدادي » رژیمونودلمنځه وړوپه خاطر د پوځونو سر لښکر او جنګسالار .

خوواقعیت داسې دی چې دخپلواستعماري ګټو اوموخوته درسیدو په خاطر هر ډول بشري ضد اعمالو ،جرم اوجنایت ،ناروا کړنو دبیګناولسونو په ځپلواو دلاسپوڅوپه روزلو اوفسادپه منځته راوړو او ډیرولو کې له هیڅ شي نه ډډه نه کوي . هرچیرته چې یې منحوس دوزخي تور لاسونه رسیدلي دي ، هلته یې بدمرغۍ ، بربادۍ ،غمونه ،کړاوونه ، ستونزې اومصیبتونه ځیږولي دي . په تیر وخت کې و او که په اوس وخت کې، دنړۍ په سر دټولو جګړو ، بربادیو ،ظلم اوبې عدالتیو، ستونزواو نا امنیو ،لوږې او ناروغیو،فقر اوبې وزلیومسؤلیت دهمدې استعماري سیاستونو په غاړه دی . استعماري ځواکونه دځان حق ګڼي چې په نوروهیوادونو یرغل وکړي ،وه یې نیسي، شتمنۍ یې لوټ کړي اوخلک یې ایل کړي، په ایل شوو خلکو خپل اجنټان او لاسپوڅي وتپي اوکه نه ایل کیږي د ټول عمر کینه اودښمنۍ ورسره واخلي . دا د استعماري ځواکونو او استعماري سیاستونود شتون او دوام نښه اوضرورت دی . که داسې نه وای ،نواستعمار به نه وای . دنړۍ په سر هر هیواد به دخپلوبریدونو په دننه کې په سولې او امن کې ژوندکولای . دنوروهیوادونوسره به یې علمي – تخنیکي ،تجارتي ، کلتوري اوفرهنګي اړیکي درلودل، نه به ددې دومره وژونکواوبربادوونکووسلو د جوړیدو ضرورت وای اونه به په نړۍ کې دجګړونه دراپیداشووغمونو نارې سورې وای، نه به لوږه وای اونه به دا دومره زیاتې ناروغۍ اوکړاوونه .

انګریزي استعماري ځواکونودبرطانیې د استعماري سیاست پر بنسټ دبر طانیې څخه په زرګونو کیلومتره لیرې لومړی په هندوستان خپله استعماري واکمني وتپله اوبیا یې دافغانستان پاکې خاورې ته خپل ناولي لاسونه را اوږده کړل . هرڅومره مکر اوفریب چې یې وه چلاوه او د قوم ،ژبې اومذهب په نوم بې اتفاقیوته یې لمن ووهله ، تر څویې وسه کیده د زر اوزور نه یې کار واخیست ، خوافغانان یې نه یواځې دا چې ایل نه کړل ،بلکې پخپله ژوبل ژوبل ماتې خوړلي اوسرټیټي له افغانستان څخه وتلوته مجبورشول . پر افغانستان داستعماري واک د ټینګولو څخه ناهیلي استعمارچیان پوه شول ،چې پر افغانانو په زور خپل استعماري واک نه شي تپلای ،نویې په بل ډول دافغانانو په وړاندې له توطیې اودښمنۍ څخه کار واخیست او په نامشروع ډول یې د ډیورنډ استعماري کرښه په افغانانو وتپله . بیادغې نړۍ خور استعماري غاصب ځواک دافغانانو څخه دخپلوبې کچې شرموونکو ماتو په غچ کې غصب شوې برخه افغانستان خپل ځیږولي پاکستان ته ډالۍ کړ . د افغانستان خلکوهیڅکله د استعمار منحوس سیاست ته سر نه دی ټیټ کړی . د پیل نه تر اوسه پورې یې داستعمارچیانو پر ضد ،دا انګریز و او که پنجابي، خپلو ازادۍ غوښتونکو جګړوته دوا م ورکړی دی . دا ځل به که خدای کول دخپلې ازادۍ دپاره دافغانانو داسې یوپاڅون منځ ته راځي چې هیڅ څوک به یې په وړاندې د ودریدو وس ونه لري . په دې کې شک لرل د تاریخ څخه منکریدل دي .

په ۲۱ پیړۍ کې د افغانستان په غصب شوې برخه باندې د پنجاب دواکمنۍ دوام د بشردحقوقو او ټولو نړیوالو نورمونو سره په ضدیت کې په واقعیت کې د استعماری سیاست دوام دی . یواځې یوڅو د پنجابي غاصبینو په څیر حکومتونه به د دغه غاصبانه استعماري سیاست دوام ته سر خوځوي ، خو په دې سره به دافغانانو په اراده کې دخپلې خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ اوځمکنۍ بشپړتیا دخوندیتوب په اړوند کوم بدلون منځته رانه شي . په دې سره به افغانانو او نړیوالو ته داستعماري سیاستونو دپلي کوونکو اوپلویانو دتوطیوډکې منحوسې څیرې لاپسې بربنډې شي . ټول افغانان به خپل دوست او دښمن ښه وپیژني، له دوستانوسره به يو او د دښمنانوپه وړاندې به خپلې لیکې ټینګې کړي ،ترڅویې په مکر اوفریب ونه غولیږ ي اوتوطیې یې شنډې کړي . برطانوي استعماري سیاست تر ډیرې اندازې په مکر ،فریب ، غولولو او توطیو ولاړ و،خودخپلوګټو لاسته راوړو او موخو ته د رسیدو دپاره یې دوسله والو ځواکونو څخه دکار اخستلو نه هم ډډه نه ده کړې . چې پرافغان واحد ملت باندې د ډیورنډ دمنحوسې کرښې تپل یې هم زور و او هم توطیه . خوامریکایي استعماري سیاست د دافغانستان او پاکستان تر منځ دنړیوال برید په څیر د ډیورنډ دکرښې په پیژندلوسره افغانانو ته لاپسې بربنډشو، چې دافغانانو په وړاندې د دوستۍ او حق اوعدالت څخه د دفاع پرځای دیو جابر استعماري دولت ،پاکستان ، په څنګ کې دامریکې دمتحده ایالتونو ودریدل دي . دا چې امریکا به دافغانانو په وړاندې د پنجاب د استعماري سیاست نه څه ګټه تر لاسه کوي ، دا به امریکایانوته معلومه وي ، خو یوشی چې افغانانو ته جوت شو، هغه د افغانانو سره دامریکې نه دوستي اودافغانستان سره د دوستۍ ستراتیژیک تړون ته سپکاوی دی .

هغومره چې دامریکې په انحصاري رسنیوکې امريکا دبشر حقوقو ته په درناوي ،دموکراسۍ په اصولو ولاړه او نړیوالوټولو جاري قوانینواونورمونو ته متعهده ښودل کیږي او تبلیغات ورته کیږي ، په هم هغه اندازه امریکایي سیاسي پوځي نظام نه یواځې د بشر له حقوقو څخه سرغړونه کوي ، بلکې سپکاوی ورته کوي . په هرهغه هيواد کې، چیرته چې امریکایي پوځیانو شتون موندلی ،هلته یې په ډیر کرغیړن ډول د بشر له حقوقو څخه سرغړونه کړې ده . تر دې اندازې پورې امریکایان د بشر له حقوقو څخه سر غړوونکي دي ، چې حاضر نه دي د بشر دحقوقو په اړوند د نړیوالې محکمې دغړیتوب سره موافقه وکړي . په افغانستان کې څه نه وو، چې دوﺉ دبشر حقوقو ته دسپکاوي په بڼه سرته و نه رسول . په ودونو،جنازو اوجرګوباندې بمونه ورول او د زرګونو بیګناه افغانانو ، دښځو ،ماشومانو او بوډاګانو په ګډون له منځه وړل ،یوځل نه ، دوه ځلې نه ، لس ځلې نه ، . . . . دا یولس کاله کیږي چې د امريکايي پوځيانو له خوا سرته رسيږي . ډیر ځلې داسې شوي دي ،چې د طالبانو د لټولو په پلمه دامریکې وسله والو ځواکونو ټولګي د افغانانوکورونو ته بې له اجازې ننوتلي ،عنعنو ،پت اوعزت ته یې سپکاوی کړی اوبیګناه ملکي کسان یې دطالبانو په نوم په شهادت رسولي دي . که دا د بشر ضد اعمال نه دي، نو څه دي ؟ د قندهار په پنجوایي کې په ښکاره او قصدي ډول دښځو اوماشومانوپه ګډون ۱۶ تنه بیګناه افغانان په قتل و رسول شول او مړو ته یې اور واچول شو، قاتلین وپیژندل شول ،خو دبشر حقوقو ته دامریکایي مقاماتو درناوی ایله دومره و،چې دټولو قاتلینو له ډلې څخه یې یواځې یوتن دپیښې دمسؤل او روحي ناروغ په نوم روغ رمټ له افغانستان څخه وویست . په خوست کې دامریکایي پوځیانو په واسطه دمخالفینو په مړو تشې متیازې کول ، هغه څه دي چې یواځې دامریکایانو له خواد بشر حقوقو ته د « درناوي » په صورت کې سرته رسیږي .

دامریکې متحده ایالتونه دخپلو انحصاري رسنیو له لارې تل پروپیګنډې کوي ، چې دفکر ،بیان او عقیدې د ازادۍ پر بنسټ دامریکایي ټولنې هر غړی له دې حقوقو او نعمتونو څخه برخمن دی . خودفکر ، بیان او عقیدې ازادي تر هغه وخته او حدودو پورې رښتیاینه مومي ،چې دبل چا پر فکر ، بیان او عقیدې تیری ونه کړي او زیان وروه نه رسوي . ایا د امریکې متحده ایالتونو کې دغه ډول ازادي ،چې د اسلام دمقدس دین ارزښتونو او پخپله دامریکې اونړۍ د مسلمانانو عقیدو ته پکې سپکاوی وي ازادي وبلل شي او که دیوې امپراتورۍ د کبر او بې بندوبارۍ نښې ؟ دامريکايي کشیش په واسطه دمسلمانانو دمقدس کتاب، دقران عظیم الشان ، سیزل او یا دمسلمانانودمبارک پیغمبر محمدرسول الله ( ص ) ته د سپکاوي نه ډک فیلم جوړول په امریکې کې د ازادۍ نښې نه ،بلکې دنوروخلکو عقیدو او مذهبونو ته د سپکاوي بیلګې دي چې دامریکې متحده ایالتونه ورته د فکر ،بیان او عقیدې ازادي وایي . خو نړیوال ،په تیره بیا، مسلمانان ورته دنورو په حقوقو، عقیدې او مذهب تیری ، داخلاقو بحران او بې بندوباري وایي ، چې دیوې رښتیانۍ دموکراسۍ او ازادۍ سره هیڅ سمون نه لري .

پورتنیو بیلګوته په پام سره د امریکې متحده ایالتونه د افغانستان سره دبشر دحقوقو او دموکراسۍ د اصولو پر بنسټ د یو دموکراتیک دولت په څیر نه ، بلکې دیوې امپراتورۍ په څیر دزور او دیکتې پر بنسټ اړیکي ټینګوي او خپلې غوښتنې پرې تپي او ګڼي ګنې امپراتوري چې څه وایي هغه به کیږي . خوافغانانو هیڅ جابر استعماري ځواک ته سرنه دی ټیټ کړی او له دې وروسته به یې هم ټیټ نه کړي . ملتونه په زور ، توطیو او قراردادونو نه جوړیږي . ملتونه د خدای پاک (ج) په اراده او غوښتنه دځمکې په سر په یوې ټاکل شوې بر خې دتاریخ په اوږدو کې منځته راځي اوشتون ته دوام ورکوي . له اموڅخه تر اباسینه پورې افغان واحدملت ته دځمکې پر سر دغه ټوټه خاوره خدای پاک ( ج ) برخه کې ورکړې ده . افغانان ځان نیکمرغه ګڼي چې داسې ستر اوله هر ډول نعمتونو اوشتمنیو څخه ډک هیواد یې په برخه رسیدلی دی . ډیرواستعماري جابرو ځواکونو هلې ځلې کړي دي ،چې ددې هیواد شتمنۍ لوټ او له غوره موقعیت نه یې دخپلو ناولو موخو دپاره ګټه واخلي ، خو افغانانوتل د خپل هیواد د دښمنانو په وړاندې دبې ساري سرښندنو په منلو سره مقاومت کړی او دښمنانوته یې ماتې ورکړې ده . اوس افغانان پوه دي ، چې په څه ډول داستعماري سیاستونو د توطیو ښکار شوي دي . تر هرڅه ستره اوکرغیړنه توطیه د افغان واحدملت دټوټې کیدو توطیه ده ، چې دوخت دجابر استعماري ځواک ، برطانیې ، له خوا په افغانانو وتپل شوه . دهمدغه استعماري ځواک له خوا بله توطیه دافغانانو پرضد د پاکستان سره دافغانستان دغصب شوې برخې یوځای کول و چې یواځې برطانیې اوامریکې ترې دخپلواستعماري سیاستونوپربنسټ ملاتړ وکړ . افغانانوددغه توطیې پرضد له هم هغه پیل څخه خپل مخالفت اومقاومت پیل کړ، چې له دې کبله ګڼ شمیر افغانان دپاکستان جیلونو ته واچول شول . دبیلګې په توګه یواځې باچاخان د پاکستان دمنځته راتلوپه لومړیو ۲۳ کلونو کې ۱۸ کاله ددغه استبدادي ګوډاګي رژیم په زندانونو کې تیر کړل اوخان عبدالصمدخان دافغانانودخپلواکۍدپاره دمبارزې په خاطر په شهادت ورسول شو . امریکااو برطانیې دخپلو استعماري سیاستونو پر بنسټ حتی په ۲۱ پیړۍ کې دډیورنډ دکرښې دوام اوپه رسمیت پیژندلوسره خپله دښمني افغانانو ته ثابته کړه. دافغانستان دټوټې کیدلو او وروسته پاتې والي ،بې ثباتۍ او دوامداره جګړو اصلي عامل همدا استعماري توطيه ده. خوداستعماري سیاستونو پر ضد دافغانانو په وړتیاکې شک راوړل ،چې ګنې د خپل هیواد له ملي نوامیسوڅخه به دفاع ونه شي کړای ، داستعمارچيانوځان غولونه ده . دپنجابیانوداستعماري سیاست څخه د امریکې په ملاتړ سره افغانانو ته بله لار نه ده پاتې،بې له دې چې له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول د یوواحد ملت په څیرد ټولو استعماري توطیوپر ضد راپاڅیږي اوپه خپل ټینګ ملي هوډ ځان داستعمار دتورو منګولو نه وژغوري . افغانان به هرومرو دخپل موجودیت اوهویت په خاطر دټوټې شوي افغانستان دیووالي دپاره راپاڅیږي ،ځکه چې دوﺉ ښه پوهیږي چې ټوټې ټوټې افغانستان نه شي کولای نور له ځان څخه دفاع وکړي . ټول افغانان دافغانستان اوافغاني هویت څخه دفاع ته ژمن دي . له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانان ،په هر قوم پورې چې تړلي وي دډیورنډ توره کرښه نه مني او د ویشل شوي افغانستان بیا یووالی غواړي . یواځې یوڅه وخت ته اړتیاده ،چې ټول ملي وطنپال شخصیتونه او ځواکونه دې ستر ملي ارمان ته د رسیدو دپاره یو بل ته لاسونه ورکړي ،د افغانانو دیووالي او ازادۍ ،له اموڅخه تر اباسینه پورې ، سراسري ملي خوځښت منځته راوړي ،تر څوپه یوه اواز ووایي استعماره نور دې نه منو!

له اموڅخه تر اباسینه پورې دیوواحد ستر افغانستان موجودیت نه یواځې دافغانانو په ګټه دی ،بلکې دسیمې اونړۍ دخلکو په ګټه دی . په ستر واحدافغانستان باندې له بیرون څخه دتیریواولاسوهنو سرته رسولوته به څوک زړه نه ښه کوي اوافغانان به دیورښتیني خپلواک ملت په څیر خپل برخلیک پخپله ټاکي . دپردیو له خوا به د لاسپوڅو ګوډاګیو رژیمونو تپل له منځه لاړ شي . افغان واحدملت به دیوخپلواک ډیرقومیز ملت په توګه د دولت جوړولو داسې یومکانیزم منځته راوړي ،چې دټولو قومونو حقوق او ټولنیز عدالت پکې خوندي وي . هرڅوک به دخپل هیواد په غیږکې ځان دقانون په وړاندې یوشان اوخوندي وګڼي اوپه دې ډول به سراسري سوله ،ثبات او ټینګ ملي یووالی منځته راشي . افغانان به وکړای شي دخپل هیواد د غوره موقعیت څخه پخپله ګټه واخلي او دهیواد طبیعي زیرمې،شتمنۍ اواستعدادونه اونوښتونه به دخپل واحدملت دسوکالۍاو پرمختګ دپاره په کار ولویږي . په دې سره به په افغانستان کې د لوږې ، بیکارۍ ،بیکورۍ،فقر ، ناروغتیاوواو بې سوادۍ اونورو ټولو ستونزو او بدمرغیو لمن ټوله شي او یوسرلوړی ،هوسا او دنورو هیوادونو سره سیال ، دجګړو،تروریزم او مخدره موادو څخه پاک سوله ایز افغانستان به منځته راشي . داسې افغانستان به وکړای شي دنړۍ دټولو هیوادونو سره خپل دوستانه اړیکي ټینګ کړي او دساینس اوتکنالوژۍ تجارت ،کلتور اوفرهنګ دپراختیا اوپرمختګ دپار ه د پام وړ کړنې سرته ورسوي .

ومن الله التوفیق

پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي
د نومبر څلورم، ۲۰۱۲ کال