کور / تازه خبرونه / طالبانو د ایم کیو ایم پر غړو د برید ګواښ وکړ

طالبانو د ایم کیو ایم پر غړو د برید ګواښ وکړ

د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان له رسنیو سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې ځايي طالبان به نور د ایم کیو ایم غړي په نښه کوي خودا نه د ي ویل شوي چې طالبانو ولې داسې پریکړه کړې ده . ایم کیو ایم یا متحده قومي غورځنګ په کراچۍ کې د قومي او سیاسي وژنو یو لورى ګڼل کیږي او په ځلونو ېې د لاریونونو په کولو سره د طآلبانو کړنې غندلې دي . احسان الله احسان د سند او بلوچستان له آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو هم ملاتړ کړى او هغوی ته ېې توصیه کړې چې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په دولتي او امنیتي چارواکو خپل بریدونه زیات کړي .