د ایسنا د راپور له مخې د ملالې یوسف زۍ پلار ضیاء الدین غوښتل چې د لندن له حکومت د سیاسي پناه غوښتنه وکړي چې دا کار د پاکستان د حکومت د اندیښنې وړ ګرځيدلئ ؤ او له همدې امله د پاکستان حکومت اوس ضیآ الدین په لندن کې د پاکستان په سفارت کې په دنده ګمارلئ دئ . د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د ملالې له پلار غوښتي چې له لندن د سیاسي پنا غوښتنه ونه کړي . د ملالې پلار له خپلې میرمنې او دوو نورو وړو زامنو سره یو ځای لندن ته د خپلې لور پوښتنې ته تللئ دئ . ملاله چې په ظاهره د پاکستان د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې په څو مترئ کې تر برید لاندې راغله پړه ېې پر طالبانو واچول شوه خو شناندي دې برید ته هم د شک په سترګه ګوري . ویل شوي د ملالۍ حالت مخ په ښّه کیدو دئ خو کیدای شي د څو میاشتو لپاره په روغتون کې بستري وي .