دا مهال په افغانستان کې گڼ شمېر سياسي گوندونه سياسي هلې ځلې کوي او په ځينو سياسي او ملي ستونزو خپل غږ پورته کوي. دا چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا استازي گروسمن په کابل کې ديو خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې څرگنده کړه چې امريکا د ډيورنډ کرښه د نړيوالې پولې په توگه مني، بيا په افغانستان کې د امريکا سفير په کندهار کې هم دا خبره وکړه چې ډېر نور هېوادونه هم د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځه د نړيوالې پولې په توگه مني بيا په واشنگټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هم د خپلو استازو خبرې تائيد کړى خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ، د ولسمشر حامد کرزي وياند فيضي او ولسي جرگې د امريکا د استازو خبرې وغندلې او څرگنده يې کړه نور څوک دا حق نه لري چې د ډيورنډ کرښې په اړه خبرې وکړې، خو د داسې خبرو ترڅنگ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په اسلام آباد کې هم د امريکا دا خبره راغبرگه کړه چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى او د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځه نړيواله پوله ده خو ځينو ليکوالو پر دې خبرې کلک غبرگون وښود خو په افغانستان کې اوسنيو سياسي گوندونو په دې خبره چوپتيا غوره کړه. افغان ملت گوند، حزب اسلامي او ورسره طالبان چې په ځينو وختونو کې د پښتنو د استازيتوب تور پرې لگول کيږي خو په دې ملي ستونزه يې خوله چوپه نيولې ده او بله خبره دا ده چې پاکستان د ناپښتنو مشرانو سره اړيکې نيولې دي. له دې څخه څرگنديږي چې له دې مشرانو څخه هم هوکړه اخلي.