کور / تازه خبرونه / کندهار:خبريالانو حکومت دراپورونو په نه پخلي تورن کړ

کندهار:خبريالانو حکومت دراپورونو په نه پخلي تورن کړ

دسويل لوېديځي حوزې خبريالان وايي چې افغان حکومتي چارواکي دراپورونو په پخلي کې مرسته نه ورسره کوي او تر ډېره هده له خبريالانو سره خبري نه کوي . داخبره تېر ماښام دافغانستان دسوېل لوېديځو ولايتونو دهغو خبريالانو په غونډه کې وشه چې دزابل ، کندها، هلمند، خبريالانو ونډه پکښي درلوده . غونډه په کندهار کې دسويلي اسيا دازادورسنيو ټولنې سفما له لوري جوړه شوې وه . په غونډه کې دانځوريزو، چاپي، اوږغيزو رسنيو په لسګونو خبريالانو ونډه درلوده . پرېرکړه  دا وشوه چې بيا به هم په سويل لوېديځو ولايتونو کې دخبريالانو دستونزو په اړه له حکومتي چارواکو سره ليده کاته کېږي . دمعمول سره سم په دغه غونډه کې دتېري مياشتي راپور او داينده لايحه عمل باندي خبري وشوې او داپريکړي ته هم حتمي بڼه ورکړل شوه چې سفما به په کندهار کې دخبريالانو دستونزو دهوارولو او دهغوى دپوهي دکچي دلوړولو لپاره يو سيمينار جوړوي . خو تر ټولو ډېر ټينګار دخبريالانو پر يوموټي توب او هم داراز دخبريالانو سره دحکومتي چارواکو پر نه همکاري وشو . ديادولو وړده چې په کندهار کې ترډېره خبريالان له سختو ستونزو سره مخامخ دي او خبرونه يې دچارواکو له لوري نه تاييدېږي .