کور / تازه خبرونه / د مخالفو مشرانو نيوني د کندهار د امنيت سره مرسته کړې

د مخالفو مشرانو نيوني د کندهار د امنيت سره مرسته کړې

کندهار افغانستان- په کندهار ولايت کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو په وروستيو څو مياشتو کي د وسله والو لوړ پوړي او ټيټ پوړي قومندانان نيول سوي چي پرامنيتي حالت يې مثبت تغير اچولى دئ.
کندهار والي توريالي ويسا د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو او په سهېل کي د ايساف د ګډي قومندانۍ د قومندانانو سره وکتل او د ولايت پر امنيتي مسائلو ئې ورسره خبري وکړې.
والي وويل چي د افغان امنيتي ځواکونو ګډ او خپلواک عمليات چي د ښار ترڅنګ په بيلا بيلو شمالي او غربي اولسواليو کي سوي او د وسله والو ډېر پټنځايونه ئې له منځه وړي .
نوموړي افغان ځواکونه وستايل چي د اختر په شپو ورځو کي ئې امنيت تامين کړى وو.