د CNNاو,BBC تلویزیونې خبروله مخي نن دسعودی عربستان په پلازمینه ریاض کي یوه لویه درنه چاودنه او اور لګونه رامنځ ته شوه ،چي ځانې او مالي تاوانونه لری.
دغه چاودنه نن سهار دنوامبر په اوله نیټه دسعودی عربستان په پلازمینه ریاض کي هغه وخت منځ ته راغله، کله چي دسوځلوتوکو یو ټانکر ددي ښار په ختیځه سیمه کي دیوه هوایی پله سره ټکرشو. دچاودنی وروسته ۱۶ کسان ځای پر ځای په اورسوځلې او مړه شول او کم وزیات شپیته کسان نور ټپیان شویدی.ددي چاودني له امله شاوخوانږدی لوی او واړه تعمیراتي ماڼی اوادارو ته ډیر تاوانونه اووښتي دي. ویل کیږی چي یوه تجارتي صنعتي ماڼی بیخی سوځیدلې او ورانه سویده. ځایی چارواکو لا تر اوسه پوری د چاودني په اړه څه نه دی ویلی .ولي عیني شاهیدان وایی چي چاودنه ډیره زوروره وه او د زخمیانو شمیر هم مخ پر زیاتو دو دي . په انتر نټ کي ددی چاودني انځورونه ښیی چې یوه بس سرویس پر پله باندي د تیریدوپه حال کي سوځلې ما لومیږی اونورموټران او د انسانوسو ځلې بدنونه پر مځکه پراته ښکاری.