یو وخت یو شرمښ ډېر وږی وو. هغه دونده وږی وو چي د کمزورۍ د لاسه ئې ښور نسوای خوړلای، ځکه چي په ځنګله کي ئې یو ژوندی حیوان هم نه سوای پیدا کولای. هغه ډېر ستړی هم وو. شرمښ له یوې ویالې سره ودرېدی چي اوبه وچښي. هغه ناڅاپه یو کوچنی وری ولیدی چي د ویالې څخه ئې اوبه چښلې. شرمښ شاوخوا وکتل چي څوک خو به نه وي، نه شپون وو او نه سپی، یوازي دا سپین نازک خوندور وری وو. د شرمښ خولې اوبه وکړې. هغه لږ فکر وکړ. شرمښ پوهېدی چي بې اعتباره دئ او پر هغه خلګ باور نه کوي او د هغه په باره کي خراب نظر لري. هغه وري ته وکتل او په دې ډاډه سو چي وری نه سي تښتېدلای. خو د دې ترمخه چي هغه وری وخوري شرمښ غوښتل چي پر یو ښه دلیل فکر وکړي چي هغه وخوري. نو هغه په آرامه ویالې ته ورغلی تر څو وری ونه بېرېږي. وري ته ئې وویل:
– ته کوچنی او بې عقل یې. ته نه پوهېږې چي تا دغه اوبه مرداري کړې چي زه ئې چښم؟
وري سر پورته کړ او وې ویل:
– وبخښه، زه به هیڅ کله ونه غواړم چي داسي کار وکړم او داسي کولای هم نه سم ځکه چي ته په ویالې کي لوړي اوبه چښې.
شرمښ ته درد ورغلی ځکه چي وري سم ویل. هغه بیا کوښښ وکړ او وري ته وئې ویل:
– ما اورېدلي دي چي ته زما په باره کي خرابي خبري کوې.
وري پوښتنه وکړه:
– څه وخت مي کړي دي؟ زه څنګه کولای سم چي ستا په اړه خرابي خبري وکړم ځکه دا مي اولین وار دئ چي زه تا وینم؟
شرمښ وویل:
– نو ستا ورور به کړي وي!
وري وویل:
– زه خو ورور نه لرم!
شرمښ چغي کړې:
– زما ئې په څه چي هر چا کړي دي!! زما مقصد دا دئ چي ستاسي په کورنۍ کي زما په باره کي یو چا خرابي خبري کړي دي او زه به اوس هغه چا ته جزا ورکړم او تا به وخورم!
له دې سره شرمښ پر وري یرغل وکړ او وې خوړی.
د دې نکل درس دا دئ چي د زورور اوبه پر لوړه ځي. موږ باید په خپله هوښیاري او فکر سره د داسي زورورو څخه ځانونه وژغورو.
(د یونان هیواده څخه)